کور / #PTM / د پي ټي ايم جرمني بلنه او خبرتيا

د پي ټي ايم جرمني بلنه او خبرتيا

جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه بلنلیک او خبرتیا !
جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نوي مشرتابه خپله لومړنۍ صوبایې کمېټه د جرمني په نوردرائین وستفالن ایالات کې د یوې ټاکنېزې غونډې جوړولو په ترڅ کې پرانېزي.
له دې کبله په نوموړي ایالات کې د مېشتو پښتنو افغانانو څخه په ډیر درنښت هیله کیږې، چې په دې مهمو ولسواکه ټاکنو کې ګډون وکړئ.
د نوې ټاکل کیدونکی صوبایې کمېټې تشکیل لپاره د کمېټې مشر او د کمېټې مرستیال، د اړیکو او د رسنېزو چارو مشر، د مالي او لوجیستېکې چارو مشر ټاکل کیږي.
ورسره د نوې ټاکل شوې کمېټې مشر د جرمني پې ټې کور کمېټې غړی ګرځي.
همدارنګه په همدې ورځ د جرمني پې ټې ایم د مشرانو مشورتې جرګې ته به زموږ درانه مخور مشران هم ورپيژندل کیږي.
دا ولسواکه بهیر د جرمني پې ټې ایم د مشرتابه کمېټې د کاري پلان له مخې د جرمني په ټولو صوبایې کمېټو کې د غورځنګ د لا ښه انسجام، فعالیت او منظم تنظیم جوړولو لپاره تر سره کیږي.
د نوردرائين وستفالن ایالات هره پتمنه پښتنه او هر ننګیالی افغان کولاي شي، چې د پې ټې ایم نوموړو نویو څانګو ته ځانونه نوماند کړي، څو له دې لارې په ولسواکه توګه دا ولسي ملي غورځنګ لاپیاوړي شي. دا ملي غورځنګ زموږ د ټولو پښتنو افعانانو ملي غورځنګ دی.
اوس ټول په وطن مین ویښ پښتانه افغانان پوهیږي، چې په دې پیړۍ کې د یو داسي ملي غورځنګ څخه ملاتړ زموږ فرض دی.
له تاسو ټولو پتمنوو هیوادوالو څخه په ډیر درنښت هیله کېږي، چې په خپل راتګ سره د پې ټې ایم ولسواکه بهیر دروند او پیاوړي کړئ او هم په دې صوبایې ټاکنیزه غونډه کې د خپل ګډون سره خپل ملي مسؤلیت ادا کړئ.

په پښتنه مېنه مننه

جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ – کولن
وخت: د مازېګر پېنځه بجې 17:00 Uhr
نېټه: 2020.02.25
پته او ځای:
‏Eventpalst
‏Max-Planck-Str. 9A
‏50354 Hürth – Germany