کور / خبرتیا او پيغامونه / پخې دعوې خامي خبري (د نعيم فراهي په پته)

پخې دعوې خامي خبري (د نعيم فراهي په پته)


له هيواده بهر د اريان تلويزيون  د خپرونو ليدل اوس  او س په بهر کي د افغان کډوالو له پاره د عمل بڼه غوره کړې ده چي يو له هغو عمليانو زه هم  يم .
خپروني څومره په مسلکي او ملي روحيه چمتو کيږي دا بېل بحث دی چي دلته يې اړتيا نه ليدل کيږي .
خو يو څه چي پوره پکښي خپريږي هغه په هيواد کي د بې امنۍ ، جګړو او ويني تويولو خبرونه او راپورتاژونه دي  چي د بغلان د فاجعې په اړه خبر ، راپورتاژونه او مرکې د همدې لړۍ يوه برخه وه .



خدای شاهد دی چي د بغلان فاجعې او ناتار ډير خواشيني کړو ، او پر عاملينو يې چي هر څوک وه لعنت ووايه  او زموږ له نظره دغه عمل مو له خدای ج  خلکو او هيواد سره خيانت او جفا وبلله .
ددغه جنايت په اړه د پلټنو ، خبرتياو او مرکو جريان مو د اريانا تلويزون له لاري هره شېبه څاره  ، د مرکو پر مهال يو دنګ سړی ( محمدنعيم فراهي ) چي په خورا فصاحت او بلاغت يې په پوره ډاډ او باور څرګنده کړه چي مرحوم کاظمي پنځه ګولۍ پر ټټر خوړلي دي چي په ريشتيا هم ټولو اوريدونکو ته د حيرانتياو ډک خبر و چي دښاغلي فراهي   ددې څرګندونو وروسته  ډېرو لکه وږي لېوان په پټو سترګو پر حکومتي چارواکو ور ودانګل چي ګواکي په فاجعه کي حکومت لاس درلود ، مګر د ساعتونو په تيريدو د عدلي طب او څلورسوه بستريز روغتون ډاکټرانو د همدغه اريانا تلويزيون له لاري مستند راپورتاژ د يورولوژۍ له عکسونو خپور کړ  چي د ښاغلي محمد نعيم فراهي څرګندونو نه يوازي زموږ بلکي د ټول ولس له پاره نوري پوښتني راولاړي کړې  چي د د نوموړوي په څرګندونو له سره فکر او غور وکړو چي دوی د کومي موخي په نيت داسي بې مسوليته خبره کوي .



يو ځل بيا د ساعتونو په تيريدو د اريانا تلويزيون  او هماغه په ولسي جرګه کي دنګ وکيل د خبريال د نوي پوښتني جواب ته ځان چمتو کوي  زړه مي له پښو تېر سو چي خدای مکړه بيا په چا تور  ونه لګوي  ، له بده مرغه دا ځل نعيم فراهي پر يو يا څو تنو نه بلکي پر  مليونونو  انسانانو ، خپلو افغان وروڼو يعني په قبايلو تور ولګاوه چي قبايل له يوه مخه طالبان دي او دوی ته ور پېښي ستونزي يې د قبايلو کار وګاڼه چي نه يوازي مرکه نه وه بلکي د ټولوپښتنو د پاره يې د سپکاوي او حيرانتيا بڼه لرله .



ښاغلی نعيم فراهي !
موږ نه يوازي دا چي قبايلو ته د وسلې د وېشلو پلويان  نه يو بلکي له وسلې دومره کرکه لرو چي د جوړوونکو کمپنيو يې هم ماشينونه په ټپه ولاړ غواړو  مګر زموږ پوښتنه له تاسو څخه داده چي د کوم منطق او شمېرني له مخي مو مليونوافغان قبايل په تروريزم او طالبانيزم تورن کړل .
که خدای مه کړه يو ځل د ناټو ځواکونه ستاسو څرګندوني د خپل پوځي عملياتو له پاره سند ورګرځوي تاسو به د قبايلو خويندو او بچو ته څه ځواب ورکوئ  ؟؟  او يا خو به د عراق د جګړې د پيل پر مهال د امريکې د بهرنيو چارو د وزير په شان واياست چي ما درواغ ويلي وه بخښنه غواړم ، عراق اټومي او کيمياوي وسلې نه لرلې .


څومره ناروا  او د انسانانو د سر په بيه بې مسوليته مرکې
او بيا هم که خدای مکړه ستاسو دا بې مسوليته څرګندونه ريشتيا وي او يا ريشتيا سي چي مليونونه قبايل طالبان او القاعده وي نو بيا سرله اوسه د ملي جبهې مقر يو ځل بيا کولاب ته کډه کړه چي د جبهې ياران دي ډېر ناځوانه  اوسنګر خرڅوونکي خلک دي  داسي نه چي بېځايه او يوازي دي پرېږدي .



ښاغلی فراهي صاحب ؛
موږ په دې باور يو چي نه مليونونه قبايل طالبان دي او نه هم قبايلو ته د وسلې د وېشلو پلوي کوو ، زموږ له نظره دا ناروا جګړه په سيمه کي د پرديو د اوږدمهاله ګټو د خونديتوب له پاره جګړه ده چي زموږ هيواد او خلک يې قربانيان دي .
طالبان او القاعده د همدغو جاسوسي حلقو زېږندنه حرکتونه دي  چي زموږ پر ولس تپل سوي دي مګر اړه نه پوري لري .



هيله ده يو ځل بيا په هماغه دنګه ونه په اريانا تلويزون کي راښکاره سئ او پر خپلو حساب سويو خبرو له ټولو قبايلو او پښتنو په اوچت سر بخښنه وغواړئ  او وواياست چي نه يوازي قبايل طالبان او  القاعده نه دي بلکي ډېرئ قبايل د طالبانو او القاعده قربانيان دي .



ښاغلی فراهي ؛
د کاظمي پر ځای د ملي جبهې د وياند په توګه ددندي ترلاسه کول په دومره لوړه بيه نه ارزي لکه کومه چي تاسو  ورباندي ور کوئ .