کور / علمي / خان عبدالصمد خان شهيد د پښتنو د ملي شناخت په تلاښ

خان عبدالصمد خان شهيد د پښتنو د ملي شناخت په تلاښ

له پښتون مجلې نه په مننه.



كله چې انګرېزانو د خپلو ګټو لپاره په نولسمه پېړۍ كې لوى افغانستان نه يوه لويه برخه پښتون ولس بېل كړو او ورسره يې دا هڅې هم كولې چې پښتانه يا افغانان د قومي سوچ او كلتور نه هم بېګانه كړي او د پان افغانزم چې د امان ازم په شكل كې ۱۹۱۹ كې ظاهر شو، ته يې هم خنډونه اچول پيل كړل او اخر كار يې د غازي امان الله خان خلاف بغاوتونه او شورشونه را پورته كړل او هغه يې د افغانستان په پرېښودو مجبور كړو. د امان الله خان د زوال سره انګرېزان او د هغوى ملګري ډېر خوشحاله شول چې د افغانستان او افغان ملت د ترقۍ او يووالي د فكر او سوچ خاوندان شايد چې ختم كړى شول. خو دوى ته پته نه وه چې كوزه پښتونخوا كې د افغان نېشنلزم بېرغ د علم او حكمت په رڼا كې خان عبدالغفار خان او بل خوا لږ وروسته په جنوبي پښتونخوا كې خان عبدالصمد خان اڅكزي شهيد اوچت كړو او ورته يې ثابته كړه چې د ابېرغ به تر اخري افغانه اوچت وي. دا ملي احساس به ورځ په ورځ زياتيږي او دا د شهيدانو وينه به نوره هم سېوا كيږي، لكه چې څنګه ښاغلى افراسياب خټك صېب خپل يو نظم كې وايي:
چې تندر پرې راوغورځئ د بوټي په وجود كې
احساس د ژوندانه ګورئ كميږي نه زياتيږي
هر ګل چې د ماليار د لور د لاندې شي شهيد شي
د ګل په دغو سرو وينو سپرلي نور ر اغوړيږي




زموږ ستر مشر ارواښاد خان عبدالصمدخان اڅكزي صېب لكه د ګاندي جي ټول عمر د امن، خوشحالۍ او عدم تشدد خبرې كولې، خو د ظالمانو له لاسه د تشدد ښكار شو او شهيد كړى شو. د خان شهيد د پښتون ملي تاريخ كې كوم مقام دى؟ هغه د خپل قام د ترقۍ، خوشحالۍ، يووالي او شناخت لپاره څه كړي دي د دې ټولو جوابونو لپاره په دې لنډ شان مضمون كې هڅه شوې چې په ګوته كړى شي.
خان عبدالصمد خان اڅكزي د جولاى په ۷ مه نېټه كال ۱۹۰۷ كې د عنايت الله كارېز نومې كلي( چې له كوټې نه څه ۴۳ ميله فاصله باندې دى) كې د نورمحمدخان په كور كې پيدا شو. نور محمد خان د ځوانۍ راهيسې بېرغ په لاس كله د احمدشاه بابا او كله د محمد ايوب خان سره څنګ په څنګ د خپل ملت لپاره جنګېدى.
خان عبدالصمد خان اڅكزي په خپل كور كې قران شريف، احاديث، ګلستان، بوستان، يوسف او زليخا او د امام غزالي صاحب ټول كتابونه زده كړل. خداى پاك ورله ښه حافظه هم وركړې وه چې څه څيز به يې زده كړو ټول عمر به ورته ياد وو. خو د قسمت كارونو ته ګوره چې په ۱۹۱۷ كال كې د هغه پلار په حق ورسېداو د ټول ټبر بوج د دې ماشوم په سر شو. ۱۹۲۰ كې مډل سكول ګلستان كې داخل شو، سكول كې هم ښه تكړه و او ورته وظيفه منظوره شوه، خو د ځينو كورنو مسئلو له امله سبق تر نه پاتې شو او د مېوې كاروبار يې شروع كړو. د كار و بار په سلسله كې سند او پنجاب ته هم لاړو او هلته يې هم د هغو ټولنو په خپله مشاهده وكړه. دلته د يادونې وړ ده چې خان صېب لسم، دوولسم، منشي فاضل او بې اې ازموينې په زندان كې پاس كړې. خان صېب له وړوكوالي نه د دروند طبيعت مالك و چې څنګه ذهني طور باندې ولسي و هغه شان د خامتا جامې به يې اچولې او همېشه به يې څادر په اوږه ګرځاوه. په ځوانۍ كې به يې پټكى هم په سرولو، خو چې د سياست ډګر كې يې قدم كېښودو نو بيا به سرتور سر ګرځېدو او ويل به يې چې دستار يا پټكى به هله په سروم چې پښتنو ته خپل حق ملاو شي. د كوټې په ښار كې د كرايې په كور كې اوسيدو او تل به يې د رېل ګاډي په ترډ كلاس (درېمه درجه) كې سفر كولو. مذهب سره يې ډېره مينه لرله خو تنګ نظرى نه و. كله كله به د مراقبې لپاره غره ته هم تللو، خپل كلي ګلستان كې د جمعې مونځ په اول ځل ده شروع كړو او خپل تحريك يې هم د جومات نه پيل كړ. مليانو سره به يې ټوكې ټكالې كولې هغوى به هم د خان صېب خبرې بدې نه ګڼلې. يوه ورځ ورته يو ملا صېب په خندا كې وويل چې خان جي يوه ورځ به د ملا په ګوتو ورشې ځكه چې د مرګ په وخت به غسل دركوي. خان صېب ډېر حاضر جوابه وو او ورته ويې ويل چې نه يوه بله لار هم شته، هغه د شهادت مرګ دى او شهيد نه لامبوي. د خداى كارونو ته وګورئ چې خان صېب شهيد شو اوملاته يې حاجت پېښ نه شو.
د لومړۍ نړيوالې جګړې او په روس كې بالشويكي انقلاب او په پښتونخوا كې يو سياسي خوځښت پيدا كړوو د غازي امان الله خان د استقلال يا ازادۍ اعلان ۱۹۱۹ د هغه د اصلاحاتو پروګرام د حاجي صيب ترنګزو د ازادو مدرسو تحريك، د باچا خان تحريك هجرت كې افغانستان ته تګ، د روسي تركستان نه افغانستان ته د مهاجرو راتګ دې ټولو سياسي نهضتونو پښتنو كې د سياسي بيدارۍ د پاره ميدان جوړ كړو. د پښتنو نظر د غازي امان الله خان طرف ته واوړېدو خو له بده مرغه د انګرېزانو په سازش هغه ته افغانستان كې شورش پيدا كړى شو او اخر هغه د افغانستان نه په وتلو مجبور كړى شو. دغه وخت كې د يو خبرمطابق خان عبدالصمدخان اڅكزي د غازي امان الله خان سره ملاقات وكړو، همدغه كال ۱۹۲۹ كې د كانګرس كلنۍ ناسته لاهو كې وشوه، خان صېب په غونډه كې څه كسانو لكه صنوبر حسېن كاكاجي، ډاكټر سېف الدين كچلو سره ليدنه كتنه وشوه. ددې نه علاوه (( نوجوان بهارت سبها)) او (( كرتي كسان تحريك)) ځنې كسان يې هم وليدل.
كال ۱۹۳۰ كې عبدالعزيز كرد ((انجمن اتحاد بلوچستان)) په نوم يو پټ انجمن جوړ كړو همدغه كال كې د آل انډيا بلوچ غونډه په ملتان كې وشوه. خان صېب ته بلنه وركړې شوې وه خو هغه په كې شريك نه شو. د انجمن بله غونډه په جېكب اباد كې په ۲۷ دسمبر ۱۹۳۲ كې وشوه، دې كې خان صېب نه يوازې شركت وكړ بلكې صدارت يې هم وكړو. په حېدر اباد كې د آل انډيا بلوچ او بلوچستان كانفرنس چېرمېن وټاكل شو.۱۹۳۴ كې انګرېز حكومت ونېوى خو خان صېب د ۲۱ ورځو لپاره د لوږې احتجاج وكړ، ۱۹۳۶ كې د مچ جېل نه ازاد شو، په كال ۱۹۳۷ كې (( انجمن اتحاد بلوچستان)) په (( قلات رياست نېشنل پارټۍ)) كې بدل شو خو لېډر يې هغه شان عبدالعزيز كرد و.
انجمن وطن: خان عبدالصمد خان اڅكزي خپلو نورو ملګرو سره ۲۰ مى ۱۹۳۸ كې د ((انجمن وطن)) په نوم د يو نوي ګوند بنياد كېښود. د ګوند غټ مقصد د وطن ازادي، اصلاحات او د جمهوري حقونو غوښتنه وه. د وركنګ كمېټۍ غړو كې خان عبدالصمد خان اڅكزي، محمد حسن آغا، جنرل سيكرټري ارباب عبدالقادر سېكرټري او سېټ ډونومل شامل وو. څه دا رنګي قراردادونه يې پاس كړل :
۱_ بلوچستان لپاره د صوبايي خودمختارۍ غوښتنه.
۲_ د عوامو استازو ته اختيارات غوښتل.
۳_ انتظامي چارو كې مطلق العناني ختمول.۳
۴_ سرداري او سركاري جرګه سيسټم ختمول.
۵_ بې روزګاري ختمول او لوكل باډيز جوړول.
۶_ د ۱۹۳۵ اېكټ مخالفت كول.
۷_ انجمن وطن كانګرس او خدايي خدمتګار تحريك سره نږدې كېدل او د قلات نېشنل پارټۍ هغو كسانو لكه غوث بخش بزنجو، ګل خان نصير و غيره دوى سره هم نږدې كار كول.
خان شهيد په ۱۹۳۸ كې د جنورۍ په مياشت كې د باچا خان په بلنه د شمالي پښتونخوا دوره وكړه او ښه په تفصيل سره يې دلته سياسي حالات وكتل، ورپسې بل كال ۱۹۳۹ كې عبدالصمد خان باچا خان ته د جنوبي پښتونخوا د دورې بلنه وركړه، ۱۹۴۶ كې عبدالصمد خان شهيد كانګرس ته نږدې شو ځكه چې په كانګرس كې د كراچۍ په سېشن كې دا پرېكړه وشوه چې دوى به هڅه كوي چې د صوبو خودمختاري به د ژبو په بنياد وي.
د درېم جون ۱۹۴۷ د منصوبې په رڼا كې په ۲۹ جون ۱۹۴۷ كوټه كې ريفرنډم وشو د شاهي جرګې ۵۴ او د كوټې ميونسپلټي ۵ غړو د پاكستان په حق كې ووټ وركړو، دلته د يادونې وړ ده چې د شاهي جرګې درې غړي او كوټې ميونسپلټي لسو كې پنځه غړي غېر حاضر وو خو بيا هم انګرېز حكومت دغه رېفرنډم صحيح ومنلو.
((انجمن وطن)) د پاكستان جوړېدو نه پس د نوي رياست د قانون په رڼا كې خپل سياسي جد و جهد شروع كړو، خو د عبدالصمدخان شهيد پښتو او پښتونستان سره مينه پاكستاني حكومت ته منظوره نه وه او هغه په مارچ ۱۹۴۸ كې قيد كړى شو خو بيا په مى ۱۹۴۸ كې خوشي شو. په ۸ مى ۱۹۴۸ په كراچۍ كې د مختلفو سياسي مشرانو غونډه وشوه په دې غونډه كې باچا خان، خان عبدالصمد خان اڅكزي او جې ايم سيد پاكستان پيپلز پارټي جوړه كړه. ددې نه وروسته خان عبدالصمد خان اڅكزي باچا خان سره د شمالي پښتونخوا په دوره لاړو خو په ۱۵ جون ۱۹۴۸ كې باچا خان، عبدالصمد خان  او ولي خان د رياست مخالفت په مقدمه كې قيد كړى شول، خان عبدالصمد خان اڅكزي چې كله په ۱۹۵۴ كې د جېل نه راووتو نو د (( ورور پښتون)) په نوم يې يوګوند جوړ كړو، د دې واضح مقصدونو كې بلوچستان كې د پښتنو علاقې بېلول، عدم تشدد باندې عمل كول او دا مطالبه يې هم وكړه چې پاكستان د امريكې بلاك نه وتلو يا نه وتلو باندې دې ريفرنډم وشي.
د پنجاب حكمرانانو د يو يونټ په نوم ۱۹۵۵ كې چې د مغربي پاكستان ټولې صوبې يو ځاى كړې نو د دې خلاف په ۱۹۵۶ كې د شپږو ګوندونو اتحاد وشو او (( عوامي نېشنل پارټي)) جوړه شوه. په دې شپږو پارټيو كې د باچاخان  ((خدايي خدمتګار تحريك)) د عبدالصمد خان ((ورور پښتون)) د ميا افتخار الدين (( ازاد پارټي))، د شهزاده عبدالكريم (( استهمان ګل))، د جي ايم سيد (( سنده محاذ)) او د حېدر بخش جتوئي (( سند هاري كمېټي)) شامل وو. اكتوبر ۱۹۶۸ كې چې په پاكستان كې مارشل لا ولګېده نو څو ورځې پس باچا خان، عبدالصمد خان او مولانا بهاشاني ګرفتار كړى شول. په ۷ مى ۱۹۶۸ كې عبدالصمد خان د جېل نه خوشي شو نو په ۱۷ مى بيا ونيول شو، خو چې كله ګول مېز كانفرنس كېدو نو هغه بيا ازاد كړى شو. عبدالصمد خان لا په زندان كې و چې NAP په دوه ټوليو ووېشل شوه، يو د مولانا بهاشاني او يو د خان عبدالولي خان. په داسې حالاتو كې چې يو طرف ته د پاكستان او هند جګړه پيل شوه او بل خوا ته سياسي توپانونه د سوړ جنګ Cold War په جولۍ كې بدلېدل را بدلېدل. عبدالصمد خان شهيد هم جولايي كې پښتونخوا مېپ جوړه كړه خو له بده مرغه ۲ دسمبر ۱۹۷۳ كې د شپې په تياره كې چا ظالم بمونه د خان صېب په كوټه كې ورګوزار كړل او د پښتنو دا ملي شخصيت يې زموږ څخه بېل كړ.
خان شهيد د ليكوال په توګه:
د خان شهيد مبارزه د قلم مبارزه وه او د هغه جهاد او جد و جهد په جنوبي پښتونخوا كې بې علمي او ناپوهي ختمول وو اوټول پښتون ولس ته يو ليك دود وركول وو چې هغه خپلې مورنۍ ژبه كې علم حاصل كړي او خپل ځان وپېژني. خان شهيد په اردو، بلوچي، سندهي، سرائيكي، فارسي او عربي ژبو كې ښه وارد و خو هغه ټول عمر د پښتو ژبې لپاره جنګ كړى و. د خان شهيد د ځينو كتابونو نومونه په دې ډول دي:
۱_ پښتو ژبه او ليك دود
۲_ زما ژوند
۳_ صمد اللغات صمد خان ډكشنري
۴_ پشتو زبان او رسم الخط
دغسې خان شهيد څه كتابونه ژباړلي هم وو لكه د امام غزالي صېب كيمايي سعادت، د شېخ سعدي، د عبدالكلام ازاد او شبلي نعماني كتابونه. د مشهور ليكوال ډسكارسن چارلټ Discarson Charlet كتاب Future of Freedom يې اردو كې د (( ازادي كې افق)) په نوم پنجاب جېل كې وژباړه، خپله په زندان كې د بنيادي حق ازادۍ نه محروم و خو خپل ولس لپاره يې بنيادي حقونه غوښتل.
پر دې برسېره د پښتو ډېرو مجلو ته يې هم ليك كولو، د پښتو د خپل وخت مشهورې مجلې لار (۱۹۵۲_۵۶) ته يې هم ليكونه وركول.
رښتيا خبره دا ده چې هغه په خپل ځان يوه اداره وه او بله دا چې شمالي او جنوبي پښتونخوا كې يې د يو پُل حيثيت لاره، د شمالي پښتونخوا مسايل نورو پښتنو ته په ګوته كول هم د هغه د ژوند يو ميشن و او د افسوس خبره دا ده چې په ۱۹۵۸ كې ورته د ۱۴ كاله بند سزا وركړه شوه نو په يوه لاس كې يې قلم او بل لاس كې يې مشهور كتاب Mission with Mount batten و.
جنوبي پښتونخوا كې د صحافت بابا
كال ۱۹۳۵ كې كوټه كې زلزلې ډېر لوى تاوان كړى او بل خوا ته د برتانيې حكومت له اړخه د ۱۹۳۵ اېكټ پاس شو خو د دې ټولو خبرو باوجود په جنوبي پښتونخوا كې پرېس ايكټ هم نه و، عبدالصمد خان د پريس اېكټ لپاره ډېرې هلې ځلې وكړې، په ۱۹۳۹ كې يې په خپل درخواست په ډكلريشن فارم باندې وليكل:
نګاه شوق نې رخنه كيا ديوار آهن مې
يانې د مينې طاقت د اوسپنې په دېوال كې سورى وكړ.
د ډكلرېشن نه پس خان شهيد ته بله مسئله د پرنټنګ پريس وه، په ټول برتانوي بلوچستان كې پرنټنګ پريس نه و او قيمت يې لس زره روپۍ و، خان شهيد دخلكو نه اووه زره روپۍ چنده را ټوله كړه، دوه زره مير احمد يار خان د قلات والي ورته وركړې، دې نه علاوه خپله مځكه يې ګانه كړه او د عزيز پريس په نوم يې پريس ولګاوه. اوس ورته بله مسئله د تكنيكي خلكو وه، په ټوله كوټه كې د پريس ماهر څوك نه و، اخر كې يې څه كسان د لاهور نه راوستل، درېيمه مسئله ورته د اخبار لپاره د اعلاناتو وه ځكه چې بېله اعلاناتو اخبار نه شي چلېدى، دې دوران كې دويمه نړيواله جګړه پيل شوه، د استقلال په نوم يې اردو اوونيزه پيل كړه، پښتو ليكنې به هم په كې چاپېدې، په دې وخت كې قاضي سعيد ( چې مشهور مسلم ليګي تېر شوى دى) خپل اخبار د ((الاسلام)) په نوم شروع كړ. د عبدالصمد خان شهيد اخبار ((استقلال)) نژدې ۲۵۰۰ دانې چاپيدى، د اخبار په مقاصدو كې غټ غټ څيزونه دا و، د ولس لپاره سياسي حقونه ترلاسه كول، د عدم تشدد تبليغ كول او معاشرتي اوچت والي لپاره كار كول. عبداصمد خان صېب ۱۹۴۰ كې د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) د صحافيانو د يونين صدر وټاكل شو .