کور / شعر / غزل

غزل

 


 


بيا د چا لار كې ناست يم چا ته انتظار يمه زه
څومره مصروف مې دى جانان څومره وزګار يمه زه
چېرته چې ګل د ژوندانه د مرګ په پښو كې پروت وي
د هاغه كلي ده هغه د هاغه ښار يمه زه
اوس به د عشق او غريبۍ پيټي كړم څنګه پورته؟
ملا مې ده ماته دخپل ژوند د اوږو بار يمه زه
دلته د د ډېرو ښكلو، خاورې د قدم يمه زه
دلته د ډېرو، د نازكو غاړو هار يمه زه
ما لېونى همداسې پرېږدى بېخودۍ كې ښه يم
له ځانه وډار شم چې كومه ورځ هوښيار يمه زه