کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دګاونډيو هیوادونو هستوي ازمویــني

دګاونډيو هیوادونو هستوي ازمویــني

(ليکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ)



سريزه:



دهستوي ازموینو لړۍ د  ١٩٤٥ م کال څخه راپدې خوا تر دې مهاله پور ې دنړۍ ځواکمنو هیوادونولکه امریکا،روسیه، انگلستان، فرانسه اوچین لخوا همداسې روانه ده . دنوموړوپېنځوهیوادوپه څنگ کې، دوه نور هیوادونه هم دهستوي ځواکونوپه توگه ډگر ته راووتل . دبېلگې په ډول دافغانستان دوه گاونډیوهیوادونویانې  هندوستان او پاکستان پرلپسې هستوي ازموینې او سیالۍ دیادولووړ دي .



   دهندوستان هستوي ازموینې (هيندواتوم بم) :


په ١٩٧٤ م کال دمای میاشتې په اتلسمه نيټه هندوستان خپله لوموړۍ امپلوزیون ډوله (Implosion design) پلوتونیم هستوي ازموینه دبودادزيږیدنې په ورځ ترسره کړه . دهند واکدارانو د غه ازموینه د    دیوې پلمې په توگه، دسولې په موخه او د خندا کوونکي  بودا  „Smilling Buddah“ په نوم اعلان کړه . دنوموړې هستوي چاودنې قدرت لږ څه پېنځه لس کیلوټن ټي این ټي 15 kilotons TNT اټکل کيږي او د راجستان ولایت په یوه دښته اودځمکې لاندې په يوه سل کیلو متره ژورڅاه(Shaft) کې تر سره شوه . دغه سورۍ دریگ په مرسته تر خوله پورې ډک شو او بیا دسمټو (Cement) په اچولوسره کلک بندشو(91) . 



په ١٩٧٤ م کال کې دهندوستان لومړنۍ


هستوي ازموینه دراجستان په سیمه اودځمکې لاندې، تر سره شوه چې دځمکې مخ ته يې هم رادیو اکتیو موادراووتل اويو غټ څوکیلومتره سوری منځته راغی .




  
 
په ١٩٩٨ م کال کې دپاکستان لومړنۍ هستوي  ازموینه  دبلوچستان چاغای په سیمه د رازغرهRas koh په ننه یوه سورنگ کې ترسره شوه چې رادیو اکتیو گرد يې  په پورتني شکل کې په سپین رنگ سره لیدل کيږي . 



په ١٩٧٤ م کال کې دهندوستان لومړنۍ
هستوي ازموینه دراجستان په سیمه اودځمکې لاندې، تر سره شوه چې دځمکې مخ ته يې هم رادیو اکتیو موادراووتل اويو غټ څوکیلومتره سوری منځته راغی .


 



په ١٩٩٨ م کال کې دپاکستان لومړنۍ هستوي  ازموینه  دبلوچستان چاغای په سیمه د رازغرهRas koh په ننه یوه سورنگ کې ترسره شوه چې رادیو اکتیو گرد يې  په پورتني شکل کې په سپین رنگ سره لیدل کيږي .


١- شکل : دهيندو اتوم بم اواسلامي اتوم بم اغېزې ښودل شوې دي .


 


   دپاکستان هستوي ازموینې (اسلامي اتوم بم) :


په ١٩٩٨ م کال دمای میاشتې په اته ويشتمه نيټه، پاکستان په دې بريالۍ شو چې پرلپسې پېنځه هستوي ازموینې دبلوچستان چاغای ولایت (Chagai) دکامباران غره(Koh kambaran) د ننه په يوه ایل بڼه                       L-shaped او یو کیلو متر اوږده  سورنگ (تونل)   کې تر سره کړي .


نوموړې سیمه دبرافغانستان دپولې څخه څه ناڅه  پېنځوس کیلو متره لیرې پرته ده . څرنگه چې نوموړې هستوي ازموینې ، دلږ څه پېنځه ریښتر سکیل     ( 5 Richter scale)  په کچه دځمکې زلزلې سيگنالونه  (seismic signal) تولید کړه، نو په شاوخوا هیوادونو کې هم د زایزمو گراف په مرسته سره اندازه شوه .


د زلزلودغه سيگنالونه په ډاگه کوي، چې دهستوي چاودنوټوله قوه لږ څه څلویښت کیلوټنه ټي این ټي (40 Kilotons TNT) اټکل کيږي . ریښتر سکیل یوځانگړی عدد(شمیره) دی چې دځمکې زلزلي څخه ازاده شوې انرژي کچه راښئي . دځمکې لاندې هستوي ازموینه کې د څوملي ثانیوپه ترځ کې په لوړه درجه تودوخی اولوړه کچه فشار منځته راځي، چې په پایله کې دچاودنې په نږدې شاوخواکې ټول شیان لکه ډبرې، شگه او خاورې ویلې کیږي او په غازاوړي  .


د چاودنې په چاپيره کې ټول مواد، د زورورې شوک څپې (Shock wave) په قوه سره، هرې خواته شیندل کیږي، او يوغټ گرد سوری منځته راځي .


دڅوساعتونوڅخه وروسته دڅاه په لاندنۍ برخه کې (Cavity Chimney) یوه هنداره ډوله ځلیدونکې ویلې شوې لاوا  Lava راټوليږي . دشوک څپې ځواک  دومره زورور وو،  چې دڅاه په لاندې برخه کې  په لوړه کچه تولیدشوی تودوخی او فشار، دڅاه سر برخې ته وليږدول .  


دچاودنې په اخیر پړاو کې،  د ځمکې مخ ته هم ډیررادیو اکتیومواد راشيندل کيږي . په پایله کې دځمکې پر مخ، يوغټ سورۍ منځته راځي، چې د کراټر (Crater) په نامه سره یادیږي . دنوموړي سوري لويېدنه، د هستوي چاودنې په قوه، او دڅاه په ژوروالي پورې اړه لري .


د بېلگې په ډول که چیرته پېنځوس کیلو ټنه (50 kilotonn) زوروره چاودنه  په یوه اوه  سوه متره ژور څاه کې تر سره شي، نو د ځمکې پرمخ به یوه کنده (کراتر) منځته راولي چې قطر (چمبړ)يې لږ څه  دوه سوه متره غټوالی لري  . دځمکې لاندې هستوي ازموینې په ترځ کې،  نيوترونه اولوړ انرژي گاما وړانگې خپريږي، چې هستوي تعاملونه ترسره کوي .  په پایله کې څه ناڅه درې سوه راديواکتیو ایزوټوپونه په مصنوعي توگه منځته راځي، او دالفا، بیتا او گاما وړانگې خپروي .


د بېلگې په ډول لکه پلوتونیم Pu239، کرپتونKr85، ایودينI128، کسینون Xe-136، نیپتونیم  Np239  شټرونسیمSr-90 ، سیزیمCs-130، څیرکونیمZr-95، باریمBa-140، مولیبدینMo-99، تیلورTe-134 اونور(91) . هغه رادیو نوکلید، چې دویلې کیدلو ټکی يې د څه ناڅه يوولس سوه درجې سانتې گراد  (1130 °C) څخه ښکته وي لکه ایودین، سیزیم او د کريپتون او کسینون غاز دکیندل شوي څاه دبیخ څخه پورته خواته خوځيږي، او بیا دځمکې  مخ او هواته راوځي . هغه تولید شوي رادیو نوکلید، چې د غاز شکل نه لري، لکه څیرکونیم ، نیپتونیم او پلوتونیم د لاوا سره Lava گډيېږي او بیا دځمکې لاندې اوبوته لاره پیدا کوي . نو هغه څوك چې دیوې هستوي ازموینې ته ورنږدې ژوندکوي، داوبو او د تنفس له لارې نوموړي رادیواکتیو مواد بدن ته رانیولای شي .




٢- شکل :  دځمکې لاندې هستوي چاودنه کې ددې اړتیا لیدل کیږي، چې چاودیدونکي موادپه  یوه څاه کې ډېر ژور کیښوول شي، او بیا د څاه تښه برخه په فني توگه ډکه او خوله يې وتړل شي . په نوموړي شکل کې دیوه کیلو ټن (1 Kiloton) زورورې چاودنې اغیزې لکه  د ځمکې پر مخ د یوه سوري یانې کراټرCrater  منځته راتلل، دڅاه ژوروالي په واحد د فیټ (feet)   ښوول شو ېده  . دبېلگې په ډول دیو کیلو ټن لسمه برخه                    (0,1 Kiloton)زورورچاودیدونکي موادهم باید چې څه ناڅه په دوه سوه دیرش فیت ژورڅاه کې ځای پر ځای کړو ترڅودځمکې مخ ته (Ground surface) رادیو اکتیو مواد ازاد نشي او دځمکې لاندې خوندي پاتې شي . 



(پای)


اخذليک:



http://en.wikipedia.org/wiki/Image:Worldwide_nuclear_testing.png
International Atomic Energy Agency (IAEA), “Radiation, People and the Environment”, Veinna ,2004
International Atomic Energy Agency (IAEA), Scientific & Technical Publication , 2005
Kenneth S .Krane,”Introductory nuclear physics”; Wiley & Sons;
Auflage: 1 (November 1987
http://www.atomicarchive.com/
Samuel Glasstone; The Effects of Nuclear Weapons; Third Edition;1964