کور / شعر / مات کاودڼي

مات کاودڼي

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی


چا را نه یو ړلو څادر چا مو خولۍ یوړه
چا مو رانیم کړلو خیبر چا مو لنګۍ یوړه


چا فرنګیان کا بل ته راوستل چی دین وساتي
چا د روسانو په لښکرد چا ډ وډۍ  یو ړه


څوک دایران پورې نښتي خراسان جوړوي
له ملا لۍ نه  په  ډ ا لر هم چا نتکۍ یوړه


ځینو خپل غله سړی وژونکي کړل په زور اتلان
چا په نامه دکاریګر دچا کوډۍ یوړه


څوک د کالدارو څوک د ریال اودتومن نوکران
چا د افغان له لوی ټبر وچه مړۍ یوړه


غل په غلو واوښتلو اوس تیاروي ټلوالې
څوک له ژوندونه لاس په سر چاتری پګړۍ یوړه


څوک ټولوي دمیکدې دډیوې  مات کاودڼی
چادجومات ممبر په شا چا مشواڼۍ یوړه


اوس خدمتګاره شمعي ګوره چې رڼا جوړه شي
په ترږمۍ کې چا بزګرچایې ډیرۍ یوړه


ناروې