کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اين ره كه تو مېروي به تركستان است

اين ره كه تو مېروي به تركستان است

 


څه موده مخکي په يوه خبري كنفرانس كې، جمهور رئيس صاحب كرزي په ډاګه كړه، چې اداري فساد د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې شته او دا يوه معمولي خبره ده! نو په افغانستان كې دې هم وي همدا مانا وركوي! هغه دري متل دى چې وايي له چا يې وپوښتل چې ادب از كي آموختي ويلې له بې ادبه! بېخي لكه په لوټه چې اوبه واچوي. څومره ښه او ساده خبره ده، خو دغه د يوه زعيم خبره ده او كه د يوه سياستوال؟


ډېرى خلك به زما په لوري شي كه ووايم چې دا د يوه سياستوال خبره ده او تاسې خو پوهېږئ چې سياستوال د قدرت لوړو پوړو ته د رسېدو لپاره له هېڅ څيز څخه مخ نګرځوي، شپې ته ورځ وايي او ورځ ته شپه! د مور شيدې دې سه! اداري فساد له دېرو پخوا وختونو په حكومتونو كې و خو دود نه و. يوازې رئيسانو به فساد كاوه حتا خلګ به نه پرې پوهېدل چې دوى رشوت اخلي. زما په فكر، په هغو وختونو كې به ډېر لږ به د رسمي كار د اجرا لپاره يا د قانوني چوپړ په بدله كې له خلګو رشوت يا پيسې اخيستل كېدې.


 ټيټ پوړي مامورين خو به له دغو خبرو هېڅ خبر هم نه و. زما تره چې په ۱۳۴۹ كال كې، د كابل په پوليتخنيك كې د مامور په حيث په دندې وګمارل سو، ده كيسه كوله چې يو ځل دى د خريداري په هيات باندې د معاينې د هيئت په غړو كې نومول شوى و او ويل يې چې د خريداري هيئات وريجې راوړې وې او كله چې ما وريجې وليدې نو يي له هغو وريجو سره چې د سمپل يا نمونې په توګه راوړل شوې وې هېڅ اړخ نه لګاوه. ده وويل چې ما له معاينې وروسته د نظر له وركولو څخه ډډه وكړه.


په راتلونكې ورځې ناببره د وريجو قراردادي ادارې ته راغى او له ما څخه يې وغوښتل چې مثبت نظر څرګند كړم. تره مې زياته كړه، چې ما بيا ډډه وكړه خو ده زه له دندې څخه په ګوښه كولو وګواښولم، وايي ما پرې وخندل چې ته دكاندار مې آمر يې كه كوم رئيس لرم؟ تره مې دوام وركړ چې، وروسته بيا رئيس وروغوښتلم د مكافات په ځاى يې زما د ګوښه كولو امر يې كړئ و. وايي زه يې ښه سره وسرولم خو ما په دندې د پاتې كېدلو لپاره بخښنه وغوښته او وبخښل شوم او كله د رئيس له كوټې راووتلم، قرارداي را ته وويل چې، آيا بيا له ما سره ښكر بندوې؟ ما وويل چې نه زه غريب سړى يم او ته مې آمر يې.


ټولو ته جوته ده چې وزير، والي او نور جګپوړي او منځپوړي آمرين، هر يو د هېواد د زعيم يا جمهور رئيس د كړنو حتا د هغه د شخصيت او د تقوا ممثلين دي. منظور دا ده چې والي، رئيس يا د امنيې قوماندان همهغه څوك دى چا چې ګمارلئ دى. يو انګرېزي متل دى چې وايي، ته دې انډيوالان ماته راوښيه بيا زه تا ته وايم چې ته څوك يې!


موږ، مخكې هم داسې جمهور رئيسان درلودل چې يوازې يې نامه ته سره خوښ و، ښايي د هغو هيله به يوازې داوه چې نومونه يې د افغانستان په تاريخ كې په زرينو كرښو ثبت او له نورو څخه بېرته پاتې نشي يا خپل قوم ته يو نسبي افتخار چې ګواكې موږ هم پاچاهي وكړه تر لاسه كړي. دوه ويشت كلن هوتك شاه محمود د صفويانو وروستى پاچا، دوه اويا كلن صفوي شاه حسين يې پخپله خاوره كې له صحنه ورك كړ او صفوي شاه حسين د لويې پرشيا تاج د محمود پښو ته كښېښود. لا مل يې څه و؟ اداري او اخلاقي فساد! ټول هغه څوك چې له زړه په خداى ايمان لري دا دې راسره غبرګه كړي چې كله د يوه پاچا يا، د يوه زعيم وركه راشي يا پرې راغلي وي خو په ځان يې نه وروړي نو اداري او اخلاقي فساد يې په حكومت ورګډېږي. 


 په ټوليزه توګه اداري فساد د لومړي ځل لپاره په حكومت او حكومتي ادارو كې د ډاكټر نجيب الله د حكومت له ړنګېدو څخه وروسته د ونډ په نوم د تش په نامه حكومتونو كې ګډ شو. خلګو داسې انګېرله چې دا به د دموكراتيك او وګړنيز حكومت او دولت په راتلو له منځه ولاړ شي، خو چې وليدل شو نن بېخي فساد زموږ د دود او فرهنګ يوه برخه شو او دا مظلوم ملت يې د نورو لسګونو توطيو په لړۍ كې په صبر او حوصلې زغمي.


 كله كله صالحه مقامات له اداري فساد سره د مبارزې لپاره داسې طرح پلې كړي چې، دا والي يا رئيس دلته او هغه والي يا رئيس هلته په كار ګماري. دا يوازې د خلګو ستركوته خاورې شيندل دي او بس! لكه ځينې بد پوره سړي چې پور لرونكي خپل پورونه ترې غواړي نو د احمد خولۍ په محمود او د محمود خولۍ د احمد په سر ږدي او تل په مكر او دراغو باندې خپل ژوند په مخ بيايي.


 يو دري متل دى چې وايي، شنيده كى بود مانند ديده! خو، د جګپوړو مقاماتو په هكله د هغوى د لويواي په وجهې د يوې خبرې اورېدل هم داسې مانا لري لكه چې چا ليدلي وي! د اوسنۍ كابينې د يوه غړي پا باب داسې ګونګوسې دي چې وايي هره شپه يې په قمار كې يو لك ډالره يا وړي او يا يې بايلي. فرض كړه چې يو يې وړه د ده ګټه خو چې ويې بايلي نو يې له كومه كوي؟ بل دري متل دى چې وايي، دشمن دانا بلندت ميكند بر زمينت مېزند دوست نادان!


 د نن ورځې د نړۍ كارونه خو د پروژو پر بنست په مخ ځي، زه تاسې ته يوه پروژه دركوم كه رښتيا غواړئ چې اداري فساد له منځه بوزئ! دا به يوه آزمايښتي پروژه وي. راځئ چې په هر وزارت او ادارې كې د طالبانو يوازې يوعادي كس د مالي په برخه كې د يوې ځانګړې مودې لپاره په كار وګمارو، حساب او كتاب دې هم دى وكړي. دا خو د منلو نده ځكه چې دښمن ولې خپل څنګ ته راولو؟ دښمن خو بايد ووژل شي كه حتا هغه يو ساده او صادق سړۍ هم وي.