کور / راپور / لر او بر شاعران په کابل کې د سولې له پيغام سره

لر او بر شاعران په کابل کې د سولې له پيغام سره

افغان دولت د لومړي ځل لپاره د سولې په نامه د گډې مشاعرې په پلمه د ډيورنډ د کرښې له ها غاړې پښتانۀ شاعران پلازمينه کابل ته را بللي وو.

په غونډه کې د راغلو شاعرانو په وينا دغه ډول مشاعرې او گډې غونډې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولې پر بهير اغېز ښندلى شي. د غه مشاعره د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت په نوښت د دوو ورځو لپاره په انټرکانټينينټل هوټل کې جوړه شوې وه.


مشاعره د افغانستان او پاکستان د امن گډې سيمه ييزې جرگي تر لومړۍ ناستې د دوو هېوادونو تر منځ د سولې د پايښت لپاره دويم گام دى چې پورته کيږي.


مشاعرې د ډيورنډ کرښې له دواړو غاړو څخه په سلگونو شاعران، ځوان روڼ اندي او کلتوري فعالين سره غونډ کړي وو.


د تالار له دروازې څخه نيولې ان د دريځ (سټيج) ترسره پورې د سولې د هڅونې شعرونه او شعارونه پر ديوالونو ځړيدلي وو.


‘د نړيوالې سولې د پايښت لپاره ملتونه سره نږدي شي نه دولتونه’ او ‘جگړه گټونکي او بايلونکي دواړه لري خو سوله هيڅ بايلونکى نه لري’ ځينې هغه شعارونه ول چې د تالار شاوخوا ځړېدلي ول. د مشاعرې فضا به نژدې هره دقيقه د ناستو گډوانوالو له لورې چکچکو په سر واخيسته.


د سولې د هڅونې لپاره له تودو، حماسي او ولوله ييزو شعرونه سربېره، په مشاعره کې يو نيم طنزيه شعر هم گډونوال د سولي د خوښۍ په سمندر کې لاهو کول.


د ډيورنډ له هاغاړي را بلل شوي سپين ږيري شاعر اکمل ليوني ته چې کله دريځ ته د ورتلو بلنه ورکړ شوه، سم له واره د تالار نژدې ټولو کسانو په يوه خوله د ‘مشاعرې مشاعرې’ چيغي پيل کړې. ښاغلي ليوني هم د ناستو کسانو په غوښتنه د ‘مشاعرې’ په نامه خپل طنزيه شعر واراوۀ.


ليوني د مشاعري په نامه شعر کې د ډيورنډ له هاغاړې د پښتو ژبې د مرحوم شاعر حمزه شينوارې او خيبر اپريدې څخه نيولې ان تر ځوان شاعر رحمت شاه سايله پورې د ځينو شاعرانو شعرونه دطنز په ژبه واورول چې ليدونکو په کړسنده خنداگانو او چکچکو بدرگه کړل. دۀ د خپل شعر په يوې برخې کې له نړۍ څخه کوچيدلي شاعران داسي ياد کړل: ”د دې مشاعرې صدارت به له هغې نړۍ څخه دامير حمزه شينوارى پر غاړه وي.”


د مشاعرې ټوله فضا له خوښۍ ډکه ښکارېده.


مشاعرې ته يو شمير سندر غاړې هم وربلل شوي وو.
مشاعرې ته د ډيورنډ له دواړو غاړو څخه بلل شوو شاعرانو د دغه مشاعره د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولې، کلتورې او سياسي اړيکو په ښه کولو ډيره اغيزمنه وبلله.


له پېښور څخه راغلى يوتن شاعر رحمت شاه سايل وايي د دغي مشاعرې له لارې د ډيورنډ له دواړو غاړو څخه راغلي شاعران له يوبل سره د خيالونواو احساساتو راکړه ورکړه کوي. هغه همدارنگه دغه مشاعره د ډيورنډ دواړو غاړوکې پرتو ميشتو قومونو ته د سولې په راوستو کې ډيره اغيزمنه او ارزښتناکه وبلله.


په مشاعره کې يوافغان گډونوال عبدالغفور ليوال بيا دغه مشاعره د افغانستان او پاکستان د کلتورونو ترمنځ د اړيکو يوه ښه لار وبلله.


د پولې له هاغاړې يوتن بل راغلي شاعر عبيدالله دروېش درانى په دې اند دى چې ورته مشاعرې به دجنگ جگړو د له منځه وړلو په برخه ډير څه وکړي. هغه زياته کړه: ”د سولې لپاره ټول خلک اړتيا لري، د افغانستان او پاکستان دولتونه ورته د امن د جرگو له لارې، او موږ شاعران ورته د شعر له لارې کار کوو.”


دا لومړى ځل دى چې افغانستان د داسي يوې مشاعرې کوربتوب کوي.


له بي بي سي په مننه