کور / طنز / لــوغـــړن څاڅکی

لــوغـــړن څاڅکی

محمود نظري


طنز :


امر صيب د سترګو په رپ کې په جدی امر سره ټول مامورین په هغه دهليز کې چې اخر سر کې يې لمپلځی (تشناب) وو را ټول کړل په تونده لهجه يې  په خبرو پيل وکړ:


… زه دا خبره منم چې کموډ ډير معمول نه دی خو نظافت مراعات ول د ټولو دنده ده  دا څو ورځي د موسسې پیاده زما دوتر ته راځي او شکایت کوی دا ځل که هر چا دا اشتباه وکړه؟ منفک به شي.


امر صيب د خبرو په پای کې بیا هم پیاده ته د تشناب د پاکولو امر ورکړ او مامورین په  شکمنو څيرو بیرته خپلو څانګو ته ننوتل.


دموسسې پیاده بیا کموډپاک کړ او د دهليز په پای کې پر يوه ما ته څوکۍ کیناست. لږ شيبه وروسته امر صيب کموډ ته ننوت او هلته چورت کې لاهو شوچې کوم مامور د القاعده  غړی دی او قصداً داکارونه  کوی په همدې چورتونو کې وو چې د پاسه نه یو کرغیړن څاڅکۍ يې پر څټ ولوید او هغه  ددې لپاره چې بل څاڅکۍ يې پر څټ ونه لویږی نو لږ يې ځان کوږ – ووږکړ او ځان يې دي خواهاخوا کاوه .


له تشناب نه د راوتلی  په وخت کې يې پام شو چې هغه څخه د نورو په شان يوه څنډه نه ، بلکې د کموډ شا وخوا يې ټوله لړلې  وه .په بېړه راووت اوپه منډه منډه مخامخ په خپل دوتر ننوت  پر څوکۍ کیناست او یو سوړ اسویلی يې وکيښ او د تندی خولې يې پاکي کړی دا وخت پياده په  غوسه امریت ته ننوت  او په شکمنو سترګو يې امر ته وکتل


امر صيب چې سترګې کښته اچولی وې په اشاره يې پیاده ته  د کیناستو امر ورکړ ا و هغه  ته يې وویل:


ته کموډ مخ کې له یې چې نور مامورین هغه ووینی ژرپاک   که! بیا راشه تا ته یوه پورته درجه درکوم!


هغه ولاړ  خو دجارو سره  بیرته راغی .


امر ترې وپوښتل:


هغه دی پاک کړ ؟


نه ، صيب وار نه شته!
امرصيب چې بهر راووت ټول مامورین دستمالونه پزې ته نیولی او د د کموډ دیدن  ته په نوبت ولاړ وه او پياده د هغو پسي د جارو او سطل سره ودرید.