کور / د ډيورنډ کرښه / ډيورنډ لاين دی چي يو افغان دوې برخي کوي

ډيورنډ لاين دی چي يو افغان دوې برخي کوي

 ډيورند كرښه

د ديورنډ كرښه چې د برتانیي د پخوانی بهرنيو چارو وزير سره هنری مارټمن ډيورنډ په نامه نومول شوی ده چې په كال ۱۸۹۳ د افغان امير عبدالرحمن او برتانوی چارواكو ترمينځ لاسليك شوه (؟)چې دی سره د افغان دولت يوشمير سيمی بيلی او په برتانوی هند پوری وتړل شوی.
په دې پروگرام كي ددې لانجې د امكاني حل او نړيوالو او گاونډيو د رول په هكله خبری وشوی.

د پاكستان د جوړيدو څخه وروسته هر افغان حكومت هڅه كړی چې د كرښی له هغه خوا پښتنو سره تماسونه ټینگ كړی. په سرحد او بلوچستان كی هم يوشمير ملت پالو په يو بل نامه خپل غږ پورته كړی او د خپلو حقونو غوښتنه يې كړې ده. خو د جهاد او د هغه څخه وروسته چې مذهبی احساسات پياوړی شول نو ملت پال گوندونه كمزوری شول.

خو د سپتمبر له ۱۱ مي او ۹ مي څخه وروسته چې د امريكی او نړيوالو ځواكونه سيمی ته راغلل نو ځينو خلكوته د كور د ننه ځينی هيلی پيدا شوی او پښتانه ملت پال اوس د هغو خبرو غوښتنه كوی چې په څوتيرو لسيزو كی يې عملی بڼه غوره نه كړه.

مخكښ ملت پال مشرافضل خان لالا په دی اړه د نړيوالو څخه د همكاری غوښتنه كوی. ده وويل چې دا وخت به هله كيږی چې په پښتنو كی ددی احساس پيدا شی او دومره پياوړی شی چې دوی عمل ته تيار كړی. ده وويل چې د امريكی او ناټو يو څو تنه چې افغانستان ته راغلی نو دا ددی بدلونونو لومړنی قدم دی.

ده وويل چې ټول پښتانه گوندونه بايد وحدت خپل مرام وگرځوی او د پاكستان او افغانستان څخه يې په هره جرگه كی دا غوښتنه كړی ده چې د ډيورنډ كرښی د دواړو لورو ميشتو پښتنو د تگ راتگ لپاره بی له كاغذی دستويزاتو د تجارت اجازه وی.

ده وویل كه زه دا دلته محسوسوم نو د پاكستان صدر جنرال مشرف كه دا محسوسه وی او وايې چې د هند او پاكستان ترمينځ لاين اف كنترول يوكشميری قوم تقسیموی او د هندوستان څخه د هغه د آزادی غوښتنه كوی. نو د ده په اند ددی بيان تاييد كوی خو دا په ډاگه كوم چې داسی حالت د لویديځ لوری ته هم دی. چې هغه د ډيورنډ كرښه ده چې دا يو ملت نه بلكي يو خاندان او يوه كورنی تقسیموی نو په دی هكله بايد پاملرنه وشی. ده د امريكی څخه هم غوښتنه وكړه چې د لاين اف كنترول په هكله نظر ساتی نو د ډيورنډ په هكله هم بايد پام وكړی. او د پښتون قوم د وحدت لاره وباسی.

په دی كی شك نشته چې د ترهگری په ضد جگړه كی د ډيورنډ دواړه لوری د امريكی د پام مركز گرځيدلی دی.

خو دا چې امريكی تر كومه په دی هكله لیوالتيا لری د امريكی د همكاری د ټولنی مشر رابرت روبين په دی هكله وويل چې امريكا د ډيورنډ په هكله كوم پلان نه لری بلكي د امريكی يوزيات شمير جگ پوړی پاليسی جوړه وونكی ډيورنډ لاين بالكل نه پيژنی. بلكي دوی ډيورنډ د دواړو هيوادونو ترمينځ منلی كرښه بولی. ده وويل چې خلك د افغانستان په هكله نوری انديښنی لری لكه دا چې طالبان هلته روزل كيږی او دا غواړی چې د سيمی خلك بايد يو له بل سره راشه درشه ولری.

او په كتارو يا تارونو سره بيل نه شی او كه امريكا كوم جوړ جاړی غواړی نو هغه هم د خلكو په خوښه غواړی.

كه څه هم د ۱۹۷۹ كال د روسی يرغل او بيا په كال ۲۰۰۱ كی د امريكی له پوځی دخالت څخه وروسته دا سيمه د نړيوالو د توجو مركز وگرځيد.

خو كيداې شی چې دا به د ډيورنډ كرښی څخه علاوه په نورو مسايلو نظر ډيروی. د امريكی د بهرنيو چارو يو جك پوړی چارواكي وايې چې افغانستان او پاكستان بايد دغه ستونزه په خپله هواره كړی. او امريكا به د دواړو لورو سره همكاری وكړی چې يوی گډی د حل مسلی ته سره ورسيږی. هغه وايې چې دا ډول ستونزی په اړيكو كی خنډ كيدايی شی نو ددی لپاره ولسمشر كرزی او جنرال مشرف ته بلنی وركړی شوی چې په دری اړخيزو غونډوكی برخه واخلی او په هغو خبرو بحث وكړی. چې د ټولو هدفونه سره په كی گډدی.

خو د برتانيی د بهرنيو چارو يومامور بيا وويل چې دا موضوع بايد په خپله د افغانستان او پاكستان ترمينځ حل ومومی.

خو بيا هم هر نگه چې ده نړيوال په دی كی يورول لری. د افغانستان د كورنيو چارو پخوانی وزير علی احمد جلالی په دی هكله وويل چې دا رول په سيمه كی د ثبات رامينځ ته كول دی او زياته يې كړه چې داسی يوثبات بايد راشی چې په هغه سره په ټوله منطقه كی امن قايم شی.

ده وويل چې په لویديځ كی ډير خلك په دی اند دی كه د ډيورنډ مسله حل شوه نو ټولی ستونزی به حل شی. ده وويل چې دا يوازي اكسير نه ده خو بيا هم كه ددی مسلی حل ونه شی نو نور ابعاد رامينځ ته كوی.

په سيمه كی د گاونډيو رول هم مهم ياديږی هند او پخوانی شوروی اتحاد د افغانستان په ملاتړ د پښتونستان ملاتړ ښودلی دی. او پاكستان انديښنه ښودلی چې هند د افغانستان له لاری د پاكستان په كورنيو چاروكی مداخله كوی. د مسلم ليك گوند مخكښ سناتور مشاهد حسين دا انديښنه په ډاگه كوی او وايې چې هنديان اورته لمن وهی او هڅه كوی چې له حالاتو څخه خپله گټه پورته كړی.

او پاكستان خپلی پولی ته د هند قونسلګريو په هكله خپله انديښنه ښودلی ده. چي له دی سره د پاكستان د امنيت ستونزه ده. او په دی لړكی بايد غير ضروری لانجه نه وی. خو كه هند له افغانستان سره اړيكی لری نو وی دی خو د پاكستان ضد پلان دی ونه لری.

خو رابرت روبين بيا په دی نظر دی چې د پاك افغان په لانجه هواری كی د هند رول ته هم بايد كتنه وشی. ده وويل چې نړيوال بايد په دی پوه وی چې دا د ترهگری ضد جگړی سره تړاونه لری بلكي دا ژوری ريښی لری اود دواړو هيوادونو په سياست كی حساسه خبره ده. ده وويل چې دواړه هيوادونه امنيتی انديښنی لری او په دی باره كی وايی كه دا لانجه رامينځ ته شی نو څه به پيښ شی. ده وويل چې  ناټو بايد د دواړو هيوادنو لپاره د امنيت ډاډ وركړی.

ده وويل چې پاكستان له هند څخه د افغانستان له لوری ويره لری، او دوی ټول بايد په دی سلاح شی چې هند د دواړو هيوادنو له اړيكو څخه لری وساتی. او امريكا په پوله د تضمين لپاره د پيسود وركولو كارونه كولی شی.

افغانستان چې كله په ۱۹۴۹ كی له انگيزانو سره ټول تړونونه ردكړل او له پاكستان سره چې يې اړيكی خرابی شوی نو د پوځی مرستو لپاره يې شوروی اتحاد ته مخه كړه.

نو هند او روس د افغانستان په سر د پښتونستان ملاتړښودلو او غوښتل يې چې د امريكا په ملگری پاكستان فشار واچوی او ورسره هڅه يې كوله چې افغانستان په كومه غربی ټلواله كی گډون ونه كړی او د پاكستان په غربی برخه كی د نآراميو په پيداكولو سره يې غوښتل چې د پاكستان پوځی ځواك سره وويشل شی.

سياست پوه افراسياب خټك په دی هكله وويل چې هر هيواد د خپلو گټو لپاره كاركوی او زياته يي كړه چې له پښتنو سره د تاريخ په اوږدو كی چا د زړه له اخلاصه مرسته نه ده كړی. او هر چا د سيلاب په مينځ كی پرايښی دی. ده وويل چې پښتانه بايد په خپله ځان ډاډه كړی. يعنی د خپلو گټو دفاع په خپله وكړی.

كه خبری د دولتی اړيكوشی نو افغانستان او پاكستان يو بل ته ډير نژدی دی خو ستونزی يې تربل هر چا زياتی دی چې مسله يې ډيورنډ كرښه ده.

د افضل خان لالا په وينا چې د افغانستان هيڅ حكومت دا نه ده منلی يعنی هغه حكومت چې په پيښوركی جوړشو يا طالبان ؤ. چا د دی منلوته تياری نه ده ښودلی. او وروسته بۀ يې هم ونه منی. خود كمونستی رژيم څخه وروسته د مجاهدينو حكومت چې پاكستان ته نژدی او مشری يي صبغت الله مجددی كوله. په هغه وخت كی داخبره راپورته شوی وه. خو حضرت صاحب وويل چې په رسمي ټوگه ده ته كوم وړانديزنه دى شوی خو يوازی په يو پرس كنفرانس كی د ډيورند په مسله پوښتنه وشوه چې د ده په اند ځواب يې د اوچی دا د ملت خبره ده.

او بيا كله چې په ۱۹۹۶ كال كی طالبانو كابل ونيولو دوی هم پاكستان ته نژدی بلل كيدل خو بيا څوځلی پدی كرښه لانجی جوړی شوی چی بياغوڅی شوی د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير مولوی وكيل احمد په دی اړه وويل چې د دوی دواكمنی په وخت كی جنگی ستونزی وی. او دوی وړاندیز كړی ؤ چې دا ډول افغان شموله مسلی بايد پارلمان يا يومجلس ته وړاندی شی او غور پری وشی. خو د ده په اند د اډول مسلی په انزواكی وی.

ده وويل چې د طالبانو له سقوط څخه يوكال وړاندی دا خبره د خبريالانو په غونډه كی ياده شوه. خو د چارواكو له خوا دا خبره نه ده ياده شوی.

وكيل احمد وويل چې پاكستان به څه خبره درلوده خو يادونه يې نه ده كړی.

اگر چې پاكستانی چارواكی د ډيورنډ كرښی په هكله څه نه وايی او شايد لیوالتيا به لری نو څنگه دا بايد حل شی. مشاهد حسين وايې چې د دواړولور ترمينځ خبری بايد وشی. او ډيورند بايد په رسميت وپيژندل شی. دی وايې چې پاكستان د تنګسی په وخت كی د افغانستان مرسته كړی ده. او د افغانستان په خاوره كومه دعوا نه لرو. نو د سولی او امنيت لپاره د اختلاف ټول ټكی بايد لری شی.

ده وويل چې دواړه هيوادونه يو بل ته اړتيا لری او سره نژدی دی.

خو داسيمی يوازی تر افغانستان او پاكستان پوری محدودی نه دی پاتی شوی د اورپكی، قاچاق او نوری مسلی دلته ترسره كيږی او اغيزی يې پرنوری نړی ولويږی.

امريكايی كارپوه: رابرت روبين وايې چې يوازی ډيورنډ نه بلكی نوری داسی مسلی شته چې هواری غواړی. نو داښه وخت دی چې دامسله اوس حل شی ځكه ټوله نړيواله ټولنه دلته ده او د افغانستان ملاتړ كوی. او معلومه نه ده چې دا به كله حل مومی.

دی وايی چې دا د ټولی نړی لپاره يوه مهمه خبره ده. ځكه د القاعده او طالبانو مشران هم دلته دی. د ډيورنډ د حل لار څه شی دی؟ په دی هكله علی احمد جلالی وايې چې لومړی بايد د دواړو هيوادنو ترمينځ د اعتماد يوه فضا رامينځ ته شی ده وويل چې دا يوه هيجانی مسله ده. او په دی وخت كی چې د دواړو ترمينځ لانجی موجودی دی نو مطرح كول يې گران دی.

د تيرو كلونو په دوران كی د دواړو هيوادنو ترمينځ ددی كرښی  سر اړيكی ترينكلی پاتی شوی دی خو د مشرانو جرگی رييس حضرت صاحب وايې چې په افغانستان باندی پاكستان د ډيورنډ پر سرفشار راولی. نو د دى لپاره يوه لاينحله شته او غوښتنه دی وكړی. ددی حل شته او د دي لپاره مو د حل لاره پيداكړی خو اوس يې نه وايو.

ده وويل چې د ډيورنډ قرار داد وخت ختم شوی دی د دواړو هيوادنو ترمينځ دا مسله ده چې د اړيكو د سموالی مخه يې ډپ كړی ده. كه پاكستان په خپله خاوره كی د هند د نفوذ ويره لری نو افغانستان د پاكستان اداری د ځان خطری گڼی چې ولسمشر په دی هكله خپله انديښنه د كڼر په ولايت كی د خلكو په يوه غونډه كی بيان خو يوشمير پوځی كارپوهان په دی اند دی چې دا د ستراتيژيكي ژورتيا لپاره يوه هڅه گڼل كيږی او د پاكستان د پخوانی پوځی جنرال ميرزا اسلم بيگ سره دا د ستراتيژيكي ژورتيا اړتیا بلل كيږی.

ده په خپله وويل چې دا ناسمه تحليل شوی ده او ويي ويل چې افغانستان ستراتيژيكي ژورتيا نه وركوی. خو دا پاكستان دي چې افغانستان ته ستراتيژيكه ژورتيا وركوی او زياتوی لكه څنگه چې شوروی ځواكونه هلته وؤ. ده وويل چې هند د پاكستان لپاره كومه گواښنه نه ده او نه جرات كولی شی چې په پوله راواوړی. او ددی خطر لپاره افغانستان هيڅ مطرح نه دی. ده وويل چې دا ژورتيا فزيكی نه ده بلكي دا د گډ امنيت مفكوره ده چې كله د اروپايې اتحاديي هيوادونه يو بل ته سره نژدی شی نو دا ستراژيكی ژورتيا چې ټول هيوادونه يو بل ته سره را نژدی كړی. د ده په اند كه پاكستان  افغانستان او ايران يو بل ته لاسونه سره وركړی نو دا به د ستراتيژيكی ژورتيا يوه برخه وی او دا به دغه دريو هيوادنو ته پياوړتيا وركړی.

خو ځينی په دی اند دی چې د پاكستان سره دښو اړيكو لپاره بايد د ډيورند لانجه هواره شی.

د ملی گنگری مشر لطيف پدرام په دی اند دی چې دی لانجی افغانستان ته گټه نه بلكی ستونزی راوستی دی. ده وويل چې داپولی نوری نه شی بدليدلی. او هر ډول پولی د لانجو سبب كيږی نو د اړيكو د ښه والی لپاره دا كرښه بايد د وروستی پولی په توگه وپژندل شی. دا ددی په ځای چې د مسلو حل پيدا كړی دا نوری ستونزی راولاړ وی.

خو د افغان ملت گوند پخوانی مشر قدرت الله حداد بياوايی چې ددی په رسميت پيژندلو صلاحيت هيڅوك نه لری. او دا به په هغه صورت كی ممكنه وي چې زمينه برابر شي .

بی بی سی۱۹:۳۰ –  ۳۰ جنوري ۲۰۰۷