کور / نوميالي / د شهيد عبدالله خيال د شپږم تلين په مناسبت

د شهيد عبدالله خيال د شپږم تلين په مناسبت

((د بېنوا فرهنګي ټولني بنسټ ايښونکی))
ديويشتمي پېړۍ منصور = ځوانيمرګ عبدالله خيال

ښكاره ده چي دا نړۍ له سره چا ته د وفا لاس نه وركوي او نه يې هم له چا سره وفا كړې ده، خوار افغانان كه له يوې خوا د خپلو كموسيو او بېوسيو پر ټغر د سكروټو نينې چيچي، له بلي خوا يې د خپلو ظالمو او نا اهلو مشرانو په لاسونو د سر په كاسو كي اوبه څښلي دي، نن كه د يوه خواږه دوست د فاتحې كمبله ټولوي، نو سبا بيا د خپل زړه د بلي ټوټې د شهيدېدو ويرنه، اوروي. اوس پر سره ډاګ هېښ دى چي خپلي اوښكي وچي كړي كه د بل كړېدلي هيوادوال؟
نن يو ځل بيا د همداسي يوې غموونكي تابلو نندارې ته كښېنو، يوې داسي تابلو ته چي ډېر كسان يې تر ماتېدو وروسته ماتي ټوټې په زړو كي ساتي، ځكه چي دا د يو، شاعر بېلتون دى، داسي شاعر چي سخته به وي چي په خپل انداز كي يې سارى ووينو.
دا ځكه چي كه موږ د هغه د هر شعر هر بيت او بند وګورو، نو په ډېره هېښتيا سره به پوه شو چي هغه څنګه د خپل مرګ، د خپل شهادت او د خپل دار، بېلتون او ابدي يون وړاندوينه په څومره رښتيني انداز سره كړې ده، ته به وايې چي د خپل شهادت او دار منظر يې كلونه_كلونه وړاندي لا تر سترګو تېر شوى، وګورئ

په قول كي صادق يم، دغه ژمنه كاكړي ده
زه غاړه د منصور يمه د دار پر لوري ځم

او يو بل ځاى د خپل ابدي يون او بېلتون سندره ږغوي، په داسي انداز

سپور پر نيلي يم رخصتېږم بيا آرمان ونكړې
سترګي راواړوه ستنېږم، بيا آرمان ونكړې

له بده مرغه چي هغه مهال چي ارواښاد شهيد دا سندره زمزمه كوله، نو موږ افغانانو د خپل خصلت له مخي سترګي ور وانه ړولې، غوږ مو پر ونه نياوه، سر مو په ونه ګرځاوه، يا كېداى شي چي د دغه پر ځان ډاډه انسان خبره مو زړه ته نه لوېده، ځكه خو ړانده كاڼه پاته شوو او همدا لامل دى چي آرمان مو وكړ او لا هم دا آرمان كوو، او همدا غونډه او همدا يادونه مو د آرمان يوه څرګنده بېلګه ده.
د ارواښاد شهيد څو اړخيز شخصيت روښانول د يوې مقالې د زغم خبره نه ده، د هغه د مېړاني، بغاوت، ځوانۍ، پوهي، ځراكت، فرهنګيتوب، هيواد پالني، ولس پالني او زړورتوب پر اړخونو كتابونه خبري كېداى شي، چي ښايي د مسولينو او اړوندو كسانو له خوا وخت پر وخت بحثونه پر وشي چي له يوې خوا به د هيواد دغه هوښيار او زړور زوى خپلو هيوادوالو او ځوانانو ته ورپېژندل شوى وي او له بل پلوه به د دې خاوري د هر وګړي او ځوان لپاره د زړورتيا، هيوادپالني، فرهنګپالني او ملتپالني يوه بډايه او سرشاره د الهام بركتناكه سرچينه وي.
په دې هيله چي دا كار ډېر ژرتر سره شي، دلته د دغه نيمه خوا او ځوانيمرګ شاعر يو لنډ ژوندليك ته تميږو.
ارواښاد شهيد عبدالله خيال د ارواښاد حبيب الله زوى او د ارواښاد حاجي معزالله لمسى، په خټه كاكړ سنځرخېل د كندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د صالحانو كلي په يوه ايمانداره او غيرتمنه كورنۍ كي په ١٣٥٢ل كال كي و دې وراني او نيمګړي نړۍ ته سترګي پرانيستې

.
لومړنۍ زدكړي يې د سهيلي پښتونخوا د كوټي ښار په ابوذر غفاري مدرسه كي تر اتم ټولګي پوري په برياليتوب او پوره ځراكت سره تر سره كړې، ورسره په څنګ كي يې ديني زدكړي، فقه، صرف او نحوه په مسجدونو كي تر لاسه كړې، بيا د وخت د اړتياوو او د روسانو پر وړاندي د وسله وال جهاد له پيل سره يې د زدكړو لړۍ وشلېده.
ځوانيمرګ خيال د افغاني ويجاړي ټولني د ناوړو شرايطو له امله د وخت جبر دې ته اړ ايست چي د خپل ژوند تر وروستۍ شېبې پوري وسله وال پاته شي.
دا يوازي د زمانې او فطرت غوښتنه او زور و چي اتل شهيد د ژوند اوږې ته يې د تل لپاره ټوپك اچولى و، خو څومره ښه وه او څومره وياړ و چي زموږ دغه مېړني ځوان د ستر خوشال بابا غوندي، په هغه اوږه كي چي ټوپك يې ځوړند و، نو د هماغه اوږې د لاس په ګوتو كي يې د خپل زرين او اصيل فرهنګ د غوړېدو او ځلېدو لپاره ګړندى او جادوګر قلم وركړى و.
هغه د خپلي مېړاني، ميني، هيواد او انسانپالني جذبه د شعر په جادوګره او عاطفي ژبه د خپل (خيال) پر پرده انځوروله.
د شعر تر څنګ يې د نثر اړخ هم نه و هېر، د نثر پر ډګر يې خپله طبعه پر وړو نثري ټوټو ازمويله، خو د خپل سرګردانه او بوخت ژوندانه له امله يې دا كار په پراخ ډول سره ونه كړاى شو.
هغه د خپل هيواد د ځوانانو پر نالوستوب، جهالت، اخلاقي كمزوريو او ناوړه او بېكاره ژوند تېرولو زيات زورېدى، په تېره بيا چي د هغوى د سالمي روزني او ذهني پرمختګ لپاره يې هيڅ زمينه نه ليده، ځكه يې نو د 1376ل كال په مرغومي كي د خپلو فرهنګي ملګرو سره، چي هغه مهال يې په انفرادي او نامنظم ډول سره فرهنګي چوپړ واهه، د يوې ناپېيلي فرهنګي ټولني په چوكاټ كي د ځوانانو د راټولولو او د هغو د استعدادونو د روزلو او ځلېدو لپاره، يو لړ لومړنۍ خبري پيل كړې، تر څو پرله پسې ناستو او خبرو اترو وروسته داسي پرېكړه وشوه چي په كندهار كي بايد په هر صورت يوه خپلواكه او ناپېيلې ټولنه وي چي هلته د هيواد، جګړه ځپلي او د هر ډول خوښيو آراميو او وياړلو كارو او نعمتو څخه بې برخي ځوانان سره راټول او خپلي تجربې او نظريې سره ګډي كړي، د خپل راتلونكي سرلوړي او بريمن ژوندانه لپاره هلي ځلي وكړي او د خپل خوار شوي فرهنګ د بيا سمسورتيا او ځلېدو لپاره لاري چاري ولټوي او وكولاى شي چي د خپلو نومياليو او نابغه مشرانو پر زرينو پلونو باندي ګامونه كښېږدي او د خپلو سپېڅلو هيلو د پوره كېدو پر لور وياړلى او بې ډاره مزل پيل كړي. خو دا لار د هغه مهال تنګو، ترينګلو او خوني شرايطو ته په پام سره له بلاګانو ډكه وه، مګر د ارواښاد خيال غوندي زړورو ملګرو په جرئت او سربازۍ سره د هر ډول ستونزو او بلاوو سره د غوڅي مبارزې په نيت د دغسي يوې خپلواكي، ناپېيلي او ځواني ټولني د جوړېدو پرېكړه وشوه، هغه و چي د ١٣٧٧ل كال د وري پر لومړۍ نېټه د شهيد خيال او د ده د مېړنيو ملګرو په همت د بېنوا فرهنګي ټولني بنسټ كښېښول شو. د هماغه بنسټ ايښوني په لومړنۍ غونډه كي، چي ارواښاد خيال چلوله، ده د خپلو خبرو په ترڅ كي وويل:
د دغي ټولني له جوړېدو څخه زموږ هدف د ځوان نسل روزنه او د هغو د پټو او بيدو استعدادونو غوړېدنه ده. موږ غواړو چي زموږ ځوان د دغي ټولني په غونډو كي دا ډول زړور وروزو چي كه سبا ورځ اړتيا پيدا شي، نو د لويو غونډو، سيمينارونو او كنفرانسونو تنظيموونكي او چلوونكي و اوسيږي او په خورا لوى زړه سره د هر ډول لويي غونډي پر وړاندي د دريځ تر شا خپل دريځ څرګند كړاى شي. كه موږ زړه ونه بايلو او په جرئت سره د دغي ټولني تګلار وڅارو او بنسټونه يې لا ټينګ كړو، نو هغه ورځ ليري نه ده چي زموږ د هيلو خوبونه په رښتيا كيږي.تر هغه وروسته نوموړې ټولنه او د هغې غړي د مرګ، زندان او رټني له سختو ګواښونو سره مخ شوه، چي بيا هم كه د مېړني شهيد خيال زړورتوب، هوښياري او پر خپل ايمان باور نه واى، نو خداى”ج” خبر چي نن به مو د دغه مېړني يادونه په دومره وياړ او پر تم سره لمانځلاى. هو رښتيا، نن موږ وينو چي هاغه هيلي تر سره كېدونكي ښكاري، نن هماغه خوبونه رښتيا كېدونكى مالوميږي. نن كه د خيال د وجود بگڅركى د بېنوا له فرهنګي نغري څخه د زمانې د بړبوكۍ له خروښه د تل لپاره الوتى دى، خو موږ د خپل احساس په هر څپه دا حسوو چي د دغه مېړني او فرهنګي شهيد اروا له بېنوا فرهنګي نغري څخه د لمبو د پورته كېدو انتظار باسي او پر خپلو وفادارو ملګرو دا ډاډ لري چي د دغو فرهنګي لمبو ژبه به د آسمان تر لمني رسوي او د دې خاوري هر شا زلمى به له دغه نغري څخه د ګرميو او تودوخي الهام اخلي.
موږ پر دغي شهيدي اروا باندي دا زېرى كوو چي زموږ د كار بهير د همدغه معيار په كچه مخته روان دى، نن ستا د فرهنګي نغري سپرغۍ شاوخوا الوتي دي، دلته او هلته يې ستا د هيواد د زامنو په رګو كي كنګل شوې وينه پر ايشېدو راوستلې ده. رښتيا! دا زېرى هم دركوو چي ستا د بېنوا فرهنګي نغري د لمبو (ښكلا) ستا د هيواد څه چي د نړۍ ګوټ_ګوټ ته رسېدلې ده او د نړۍ په هره ګوښه كي يې ستا د خاوري اواره زامنو ته د ګرمۍ، خوځښت او پايښت پيغام رسولى دى او هغه شېبه ان شااْلله ليري نه ده چي ستا د بېنوا “غلى شانته انقلاب” به د زمانې رنګ بدلوي.لكه څنګه چي مخكي مو يادونه وكړه چي ارواښاد شهيد د خپل دار او روزګار وړاندوينه په وارو_وارو كړې ده. په پاى كي دا وړاندويني زموږ په مخكي رښتيا شوې او مېړنى خيال د ١٣٨٠ل كال د لړم په مياشت كي د وخت د جبارانو په تورو منګولو كي راښكېل شو، وروسته تر ډېرو غيري انساني او غيري اسلامي وهلو، ټكولو، مرګونو، شكنجو، يې تر كېبل او سوټي لاندي سپېڅلې اروا له تن څخه ځني بېله كړه او د خپلي كرغېړني واكمنۍ د زوال له خروښه يې دا ښكلې او معصومه ځواني له امريكايي ځواكونو سره د بېځايه او بې سنده مرستي په تور تورنه او خاوري كړه، په دې سره يې لا د فرعوني قهر اور مړ نه شو او تر شهادت وروسته يې په خورا سپين سترګۍ او ناځوانۍ سره د ١٣٨٠ل كال د لېندۍ پر اتمه نېټه 29 / 11 / 2001  د جمعې په ورځ د كندهار ښار د شهيدانو پر چوك پر دار راوځړاوه او په دې ډول سره نو د شهيد دا وړاندوينه رښتيا شوه چي

زه غاړه د منصور يمه د دار پر لوري ځم

زموږ د دغه اتل مېړني او فرهنګي ځوان ځواني كه خاوري شوه، نو موږ به د لوى او مهربان پروردګار په مرسته، د ده ستر آرمانونه هيڅكله خاوري كېدو ته پرې نږدو.موږ ته د دغه سپېڅلي او بې ګناه انسان شهيده اروا د ژوند په هره شېبه كي دا چيغي وهي چي: د كار او پيكار هنګامه مو خاموشه نشي، تاسو كه هر څومره بېنوا شئ، خو چي د ولس ځوانان مو د خوارۍ او بېباكۍ پر لارو درڅخه سر نشي. هيڅ منفي او پر شا تلونكى ذهنيت مو د خوځښت پرمختګ د لاري خنډ نشي. ستاسو ځوان آرمانونه او زلمى تفكر بايد د زړو او خوړينو ټولنيزو بلاګانو څخه ونه ډار شي. او موږ هم د دغي سپېڅلي اروا افاقي پيغامو ته د خپل وجود په ذره_ذره غوږ يو. د غني بادار”ج” د مهربانۍ او كرم په هيله به د خپلي روا او مقدسي مبارزې پر لار د هر خنډ او خار دېب تر ستوني نيسو

ان شاالله!