کور / تازه خبرونه / د کابل پوډريان په ايډس ندي خبر

د کابل پوډريان په ايډس ندي خبر

نن شنبه د ډسامبر د میاشتي لومړۍ نيټه، په ټوله نړۍ کې د ایدس ناروغۍ پر ضد نړیواله ورځ لمانځل کیږي .دا گړۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا 33 ملیونه انسانان په( اچ ای وی) وایرس او یا هم د ایدس په ناروغۍ اخته دي .د دې کسانو ډيری ېې  په افریقا کې ژوند کوي .


Beijing - China's health ministry on Thursday reported a rise of about 22 per cent in HIV/AIDS infections this year, following a jump of 30 per cent in reported cases last year, state media said. The ministry said 223,501 people had tested positive f...



دلته په افغانستان کې د عامی روغتیا وزارت مامورین وایې چې څه نا څه 260 د( اچ- ای – وی) مثبت واقعي ورسره ثبتي شوي او ډیري يې هم په نارینه و کې لیدل شوي دي.


په داسي حال کې چې ډیری افغانان نا لوستي دې د عامي روغتیا مامورین واېې هڅه کوي چې خلگ د راډیو ، تلویزیون او ورځپاڼو له لاري د ایډس ناروغۍ په اضرارو خبر کړي.د کابل ښار د نوي ښار په پارک کې ناست یوتن پوډري نن سهار راته وویل:” مونږ ایدس میدس نه پیژنو یوازي پیسي او پوډر مو بس دي”.


ویره موجوده ده چې په زرگونوتنه به په افغانستان کې په (اچ ای وی )وایرس اخته وي .


In this image provided by the British Broadcasting Corp. Kennedy Gondwe a southern African radio correspondent is circumcised at a health center in Zambias capital Lusaka on Thursday Nov. 22 2007.  Gondwe has been receiving a flood of text messages a ...


د ملگروملتونو سازمان یو رپوټ وایې چې تیر کال دوه نیم ملیونه تنه نوي انسانان په دې ناروغۍ اخته شوي او څه باندي دوه ملیونه نور بیا له اخته کیدو وروسته په همدي کال مړه شوي دي .