کور / خبرتیا او پيغامونه / د دانش خپرندويه ټولني تازه چاپ شوي کتابونه

د دانش خپرندويه ټولني تازه چاپ شوي کتابونه

 د كتاب نوم:


  دانش انګليسي- پښتو ژورناليستي قاموس


  ليكوال:


   عصمت څاروان


  مخونه: 602


  خپرندوى:


   دانش خپرندويه ټولنه


  دانش انګليسي – پښتو ژورناليستي قاموس د ځوان ليكوال ښاغلي عصمت څاروان ګټور اثر دى، چې د خپراوي وياړ يې دانش خپرندويې ټولنې تر لاسه كړى.


  ژورنالستي قاموس ښاغلي څاروان د ژورنالېزم په ډګر كې د ډېرو كلونو عملي كارونو په رڼا كې ليكلى او د ژورنالېزم مينه والو لوستوالو ته يې وړاندې كوي.


  د ژورنالېزم دا قاموس د شلو زرو په شاوخوا كې وييونه (لغات) لري او په څنګ كې يې د همدغو وييونو ځينې برخې په جملو كې هم كارول شوې.


  ليكوال د ژورناليستي قاموس د ليكنې د اهميت په اړه وايي:


  “په نننۍ نړۍ كې رسنۍ او ژورنالېزم فوق العاده اهميت لري. تاسې كه انټرنيټ لرئ؛ نو په سلګونو او زرګونو ورځپاڼې لوستلى شئ، چې د ګڼو ژبه يې انګليسي ده. دغه راز كه د يوې لرې پرتې غرنۍ سيمې په يوه ګوښه كې اوسئ او د سل دوه سوو افغانيو يوه وړه راډيو درسره وي؛ نو بيا به هم _كه د انګليسي په ژورناليستي ژبه پوه شئ_ له نړۍ بېل نه ياست”.


  د ژورنالستي قاموس د چاپ زيار ښاغلي مجيب الرحمن انګار ګاللى او د كتاب ټول پروف يې ټكى پر ټكي كتلي او كمپيوټري تېروتنې يې پكې سمې كړې.


  ښاغلى مجيب الرحمن انګار د ژورناليستي قاموس په اړه د خپلې څلور مخيزې ليكنې په يوه برخه كې وايي:


  “څو ګوتشمېر كلونه كېږي، چې  پښتني ټولنه هم د نړيوال كلي په بريدونو كې راګېر شوې ده؛ خو ددې ټولنې پر ژبني رپاند بيرغ باندې د ننګ او مېړانې پر څو سندرو سربېره، چې اوسمهال يې خلك بېځايه لاپې او باټي بولي د زلفو، خالونو، اوږدو وروځو او ځورځو سترګو له ستايلو پرته نور څه نه معلومېدل؛ خو په دې كلي كې اوس څوك زلفې نه پرېږدي، دلته نجونې سرونه خريي، وروځې وباسي او خالونه خو هغه د چا خبره د پېريانو او بدمرغه ارواګانو نخښې بولي؛ نو پښتني ټولنه دې بې نياوه او كركجن خريدار له نويو ننګونو سره مخامخ كړې ده.


  اوس نو پښتني ټولنې او پښتو ژبې ته دوه لارې ورپاتې دي يا خو به له كاروان سره سم ځغل كوي او د كلي هر دود ته به د خپلو ارزښتونو په رڼا كې د هركلي سر ښوروي او يا به هم د وخت له چټك بهير سره د خپلې نېستۍ او له مېنځه تلو ساندې بولي.


  له ښه مرغه ځينې ويښ او پخپل كولتور او هېواد مَېن پښتانه ډېر رښتې ته ځير دي او شپه ورځ هڅه كوي، چې له نړيوال يون څخه شاته پاتې نه شي؛ نو ددې لپاره زيار باسي، چې د پوهنې له ډګر سره پښتو ژبه پخلا او روږدې كړي، چې ژوندى مثال يې د ښاغلي عصمت څاروان دغه ژورناليستي قاموس دى”.


  ژورناليستي قاموس د A.B.C په ترتيب اوډل شوى او د ووينو پيدا كول يې خورا اسان دي.


  دغه راز ټول وييونه او معناوې يې په چوكاټونه (Tables) كې د وييونو د جلاوالي په پار ليكل شوې.


  د يادونې وړ ده، چې دانش خپرندويې ټولنې دا قاموس په جرمني كې د نوي افغانستان د جوړېدو د (260) نړيوال جشن په وياړ د چاپ په ګاڼه سينګار كړى.


  ژورناليستان او د ژورنالېزم مينه وال لوستوال دې دانش انګليسي – پښتو ژورناليستي قاموس واخلي، ودې يې لولي او خپل لوستنۍ مينه دې پرې خړوبه كړي.



¯¯¯





  د كتاب نوم:


  د نړيوالو مذهبونو پېژندنه او د اديانو پرتلنه


  ژباړه او زياتونې:


  جمال الدين عرفان


  مخونه: 680


  خپرندوى:


  دانش خپرندويه ټولنه


  “د اديانو پرتلنه ډېر په زړه پورې او ګټور څېړنيز كار دى. په دې كې په ټوليزه توګه له بياني، لاسوندي، او تاريخي څېړنيزو لارو چارو كار اخيستل كېږي او څېړونكي او لوستونكي دواړه پكې له خپل زياره پند اخلي”.


  “د اديانو او مذهبونو له څېړنې نه يوازې زموږ ديني معلومات زياتېږي؛ بلكې د زدكړې نوې لارې راته پرانيزي. د هر مذهب خپله فلسفه وي، چې په لوستلو يې د هغه مذهب وړوالى او ناوړ والى په ښه ډول څرګندېږي”.


  د نړيوالو مذهبونو پېژندنه او د اديانو پرتلنه اثر د ښاغلي جمال الدين عرفان له خوا په خوږه پښتو ژباړل شوى او دانش خپرندويې ټولنې يې چاپ ته اوږه وركړې.


  كتاب په اردو ژبه د علامه اقبال پرانستي پوهنتون (Open University) د نصاب لپاره ليكل شوى او په دويم چاپ كې بيا كتل شوى او له لنډيز او سمونې وروسته چاپ شوى.


  ښاغلي جمال الدين عرفان يې همدغه دويم چاپ ژباړلى او د نړيوالو مذهبونو د پېژندنې مينه والو لوستوالو ته يې د ګټنې په پار وړاندې كوي.


  په دې اثر كې لومړى نړيوال مذهبونه او اديان څېړل شوي او په پاى كې د اسلام له سپېڅلي دين سره پرتله شوي.


  د كتاب په ژباړه كې له ژبنيو پېگچلتياوو څخه په ډډې كولو كوښښ شوى، چې په روانه پښتو مينه والو ته وړاندې شي. دغه راز په كتاب كې ځاى ځاى د اړوندې موضوع په اړه د ژباړن خبرو موضوع لا څرګنده كړې.


  په كتاب كې دغه ټوليز سرليكونه راغلي:


  د مذهب ماهيت، هندي مذهب يا هندو مت، د سكهانو مذهب، د زرتشت مذهب، د كنفيوشش مذهب، د سامي نژاد اديان، يهوديت، عيسائيت، د اسلام سپېڅلى دين او په پاى كې هم د اسلام سپېڅلى دين د نړۍ له يو شمېر اديانو سره د “اسلام او د نړۍ اديان” تر سرليك لاندې پرتله شوى.


  دغه راز له پورته يادو شويو ټولو سرليكونو لاندې نړيوال اديان او مذهبونه په خورا ښه ډول سپړل شوي.


  دانش خپرندويې ټولنې دا اثر په جرمني كې د نوي افغانستان د جوړېدو د 260 نړيوال جشن په وياړ چاپ كړى او مينه لوستوالو ته يې وړاندې كوي.


  د نړيوالو مذهبونو او اديانو د پېژندنې مينه وال دې يې لوستل نه هېروي.


¯¯¯




 


  د كتاب نوم:


   راډيويي پروګرامونه


  ليكوال:


   Ralph Milton


  ژباړه او زياتونې:


   ډاكتر محمد عيسى ستانكزى


  مخونه: ۲۲۶


  خپرندوى:


   دانش خپرندويه ټولنه


  راډيويي پروګرامونه نومې كتاب، چې د راډيو كاركوونكيو ته وړاندې شوى د Ralph Milton له خوا ليكل شوى او ډاكتر محمد عيسى ستانكزي له يو شمېر زياتونوسره پښتوته راژباړلى.


  كتاب د راډيو كاركوونكيو ته د پرمختګ لار ورښيي او د يوه لارښود استاد په څېر يې له لاسه نيسي اود پرمختګ تر بريده يې رسوي.


  په تېرو پېنځوكلونو كې زموږ په هېواد كې زيات شمېر تلوېزيونونه، راډيوګانې او نورې ټوليزې رسنۍ رامنځته شوې، چې له يوې خوا يې كتونكي او اورېدونكي د نړۍ له پېښو خبر كړي او له بلې خوا يې يو شمېر ځوانان هم د ژورنالېزم په ډګر كې روزلي، كه څه هم ددغو ځوانانو ډېرى برخه ناڅانګيز ژورنالستان دي، يعنې د ژورنالېزم ځانګړې زده كړې يې نه دي كړې، خو عملي كار يې د يادونې وړ دى. ددې اثر لوستل به له دغو ځوانانو (ويندويانو، د پروګرامونووړاندې كوونكيو، د ډرامې لوبغاړيو، د ګردي مېز جوړوونكيو او نورو…) سره پام وړ مرسته وكړي.


  ليكوال په دې اثر كې په دغو مطالبو رڼا اچولې:


  يوه دقيقه يي وينا،


  پېنځه دقيقه يي وينا،


  راډيويي مطلب اووينا،


  ژباړه، لېږدونه او اقتباس،


  تحقيق، لنډ شعارونه – ستاسو غږ،


  مركه او راپور،


  ګردى مېز،


  د اورېدونكيوپېژندنه او مطالعه،


  موسيقي،


  خبرونه،


  د خبرونوخپرېدل،


  خبري ويناوې، مستند او مجله يي پروګرامونه،


  ډرامه


  او نور…


  ياده دې وي، چې دا اثر  دانش خپرندويې ټولنې په جرمني كې د نوي افغانستان د جوړېدود ۲۶۰ نړيوال جشن په وياړ د چاپ په  ګاڼه  پسوللى.


  په راډيوكې د كار كولومينه وال دې راډيويي پروګرامونه اثر له ځان سره ولري، ودې يې لولي او ګټه دې ترې پورته كړي.


¯¯¯




 


  د كتاب نوم: د ثور پاڅون، د كې جې بې دسيسې او شوروي يرغل


  ليكوال: محمد اقبال وزيري


  خپرندوى: د پښتونخوا د پوهنې دېره_ پېښور


  مخونه: 258


  د ليكنې ځاى: د هالنډ دوردرېخت ښار


  د افغانستان دې څو لسيزو زړه بوږنوونكيو پېښو نه يوازې د افغانانو سرنوشت بدل كړ؛ بلكې په نړۍ كې يې هم يو شمېر ناشوني بدلونونه شوني كړل، چې ژوندۍ بېلګه يې د شوروي اتحاد ماتېدل وو.


  د افغانستان پر دغه دېرش كلن ناورين باندې په هېواد كې دننه او له هېواده بهر ډېرو ليكوالو په دې پار ليكنې وكړې، چې ددغې دورې تاريخي پېښې هېوادوالو او بهرنيانو ته روښانه كړي. د محمد اقبال وزيري دا ليكنه هم د همدې لړۍ يوه كړۍ ده.


  محمد اقبال وزيري په سهيلي وزيرستان كې زېږېدلى، د خوشال خان له لېسې څخه له فارغېدو وروسته د كابل پوهنتون په طب پوهنځي كې شامل شوى او ورپسې د لوړو زده كړو لپاره مسكو ته تللى او هلته يې د مسكو د دولتي پوهنتون د فيلولوژۍ په څانګه كې د ماسټرۍ ديپلوم تر لاسه كړى. هېواد ته له ستنېدو وروسته يې د پوليتخنيك په انسټيټيوټ كې د روسي ژبې د استاد په توګه دنده ترسره كړې.


  محمد اقبال وزيري د محمد داود د حكومت په وخت كې د سياسي فعاليت له كبله بندي شو، چې د ثور له انقلاب وروسته د دهمزنګ له زندانه خوشې او د افغانستان د وسله وال پوځ د سياسي چارو د عمومي رئيس په توګه وټاكل شو. پر افغانستان باندې د سره ښكېلاك له يرغل سره جوخت د څرخي پله په زندان كې لس كاله او درې مياشتې بندي شو. نوموړى اوس د هالنډ په دوردريخت ښار كې اوسېږي.


  “د ثور پاڅون، د كې جې بې دسيسې او شوروي يرغل” د لومړي افغان دولت بنسټ اېښودونكي، ملي لارښود ميرويس نيكه اروا ته ډالۍ شوى.


  په كتاب كې د ليكوال په يادونه پسې د پوهاند ډاكتر محمد حسن كاكړ سريزه او ورپسې ليكوال خپلې خبرې پيل كړې.


  پوهاند ډاكتر محمد حسن كاكړ پخپله سريزه كې ددې كتاب په اړه ليكلي، چې دغه ليكنه دوه برخې لري، لومړۍ برخه يې د ليكوال د ژوند د لومړيو وختو، زده كړو، ګوندي فعاليتونو او د دهمزنګ په زندان كې د بنديتوب او دويمه برخه يې د هېواد سياسي تاريخ ته ځانګړې شوې.


 


  كتاب په كابل او مسكو كې د ليكوال له زده كړو پيل شوى او د ډاكتر نجيب الله د واكمنۍ تر پايه پورې پېښې پكې رانغاړل شوې، چې ډېرى برخه يې د ليكوال سترګو ليدلې پېښې دي.


  د كتاب په لومړي څپركي كې په كابل او مسكو كې د ليكوال زده كړې، په مسكو كې ګوندي فعاليت، شوروي اتحاد ته د نور محمد تره كي لومړى سفر، د مسكو ګوندي سازمان، په دوهم څپركي كې د محمد داود كودتا، په كابل كې ګوندي فعاليت، په پوځ كې ګوندي جلب او جذب، د دهمزنګ په زندان كې د ليكوال بندي كېدل، د كې جي بي په دستور د پرچميانو له خوا د د داود پر ضد د كودتا وړانديز، د مير اكبر خيبر ترور، په درېيم څپركي كې د ثور انقلاب څنګه ترسره شو؟، د نور محمد تره كي واكمني، ليكوال د وسله وال پوځ د سياسي چارو د سروال په توګه، د شورويانو د وينا او عمل تر منځ تضاد، د دولتي بيرغ هسكول، شوروي اتحاد ته د لوړ رتبه پلاوي رسمي سفر، په څلورم څپركي كې د ثور انقلاب او د كې جي بي دسيسې، د هرات پېښه، د اسمار د غونډ پېښه، هاوانا ته د نور محمد تره كي سفر، په مسكو كې له برېژنيف سره د تره كي ليدنه كنه، د كې جي بي دسيسه، د تره كي او امين مقابله او د تره كي پاى، په پېنځم څپركي كې د حفيظ الله امين واكمني، د امين پر ضد د كې جي بي ناكامه كودتا، شوروي مشاوران، خلقيان او پرچميان، پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد وسله وال يرغل، په شپږم څپركي كې د جدي په شپرمه زما ليدنې كتنې، د ببرك كارمل واكمني، د څرخي پله زندان، په زندان كې پايوازي، په اووم څپركي كې د ډاكتر نجيب الله واكمني، د تڼي و ګلبدين كودتا، د ډاكتر نجيب الله د واكمنۍ پاى او د شوروي يرغل د پايلې تاريخي پېښې په ښه ډول روښانه شوې.


  ليكوال د كتاب په دويم چاپ كې د پېښو، نېټو، نومونو او نورو سمونو، كمونو او زياتونو لپاره د لوستونكيو وړانديزونو ته هركلى ويلى. د تاريخ مينه والو لوستوال دې د افغانستان له تېرې دېرش كلنې دورې څخه د ځانخبرونې په پار دغه ګټور تاريخي اثر هرومرو ولولي.


¯¯¯




 


  د كتاب نوم: په راډيو او تلوېزيون كې د ويندويۍ فن


  ليکوال: عبدالله الهام جمالزی


  خپرندوی : دانش خپرندويه ټولنه


  مخونه  : ۹۰


  دا د ځوان ژورنالېست عبدالله الهام جمالزي اثر دی، چې د راډیو او تلوېزيون ويندويۍ په اړه ليکل شوی. ليکوال د موضوع په اړه ډېر ګټور او مهم توکي راغونډ او په اوو برخو ویشلي (ويندوی کېدل، لومړني ګامونه، د متنونو ډلبنډي، تلويزېوني ويندويي، وروستۍ سپارښتنې،و د ثبتولو پيل، راپور او مرکه).


  د کتاب په پیل کې د ليکوال له خبرو وروسته د ښاغلي عیسی ستانکزي او ډاکترې فريده هوډ سيفي سريزې راغلې.


  ځوانو ژورنالېستانو او د ژورنالېزم زده کوونکيو ته له دغه ګټور كتابه د اخيستلو وايو او جمالزي ته په دې برخه کې د نورو پنځونو دعاکوو.


¯¯¯




 


 


  د كتاب نوم: بلوغ او د هويت ستونزه (ارواپوهنه)


  ليكواله: حميده قربانعليزاده


  ژباړن: سيد حبيب وفار


  خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه.


  مخونه: 107


  د اروا پوهنې په اړه دغه ګټور اثر شپږ څپركي لري، چې سيد حبيب وقار يې په روانه پښتو د ژباړلو زيار ګاللى.


  د ارواپوهنې ددې ګټور اثر لوستل نويو ځوانانو ته د بلوغ له ستونزمنې دورې څخه د وتلو او له ستونزو څخه د ځان ژغورنې او پر ځان د باوري كېدو لار ورښيي.


  ددې اثر خپرندويه ټولنه پخپل يادښت كې د ارواپوهنې په اړه داسې ليكي:


  ارواپوهنه د انساني ژوند يو خورا ارزښتمن اړخ دى. كه انسان د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره ډاكتر ته اړتيا لري د ځينو رواني ستونزو او كشمكشونو د اواري په خاطر بيا ارواپوه او ارواپوهنې ته اړتيا لري، چې له بده مرغه زموږ په ژبه كې دا تشه اوس هم محسوسوسېږي…


 


  … دانش خپرندويه ټولنه اوسنى كتاب په دې هيله خپروي او د لوستونكيو مخې ته يې ږدي، چې زموږ په ژبه كې هم د ارواپوهنې اړخ غني او په دې برخه كې لا زياتې هڅې وشي.
دغه راز په دې اثر كې د نويو ځوانانو د ناوړه كړنو او د ارواپوهانو له نظره د هغو د لاملونو په اړه ګټوره څېړنه شوې، چې لوستل يې له نويو ځوانانو سره له دغو ناوړو كړنو څخه د ځان ژغورنې په لړ كې پوره مرسته كوي.


  د (بلوغ او د هويت ستونزه) اثر لومړى څپركى د بلوغ، دويم د ژوندانه د ودې او بدلونونو، درېيم د نوې ځوانۍ، څلورم د نوې ځوانۍ په دوره كې د بدني بدلونونو، پينځم د ټولنيزې ودې او شپږم هغه يې د ولسواكي څه ډول د سلامتيا لامل كېږي؟ تر سرليكونو لاندې ګټور معلومات لري.


  دغه راز كتاب يو شمېر نور ټوليز سرليكونه هم لري، چې د هر يوه سرليك د بشپړ متن لوستل يې له نويو ځوانانو سره د ځانپېژندنې او د ورپېښو ستونزو په هواري كې د ارواپوه لارښود په څېر د اروايي روغتيا څارنې لارښوونه كوي.


 


¯¯¯




 


 


  د كتاب نوم: د ناموس په نامه


  ليكواله: مختارا مايي


  ژباړن: احمد الله ارچيوال


  خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه


  مخونه: 110


  د 2002ز كال د جون په مياشت كې د پنجاب په يوه وروسته پاتې كلي مير والا كې پر يوې ښځې (مختارا مايي) باندې ډله ييز جنسي تېرى وشو.


  دغه ډله ييز جنسي تېرى د مختارا مايي پر دولس كلن ورور باندې د لګېدلي تور په بدل كې وشو. دغه تېرى د سيمه ييزې جرګې د يوه مشر په امر ترسره شوى و.


  د ناموس په نامه د يوې ګناه د پاكولو لپاره دغه لومړنۍ او وروستۍ پېښه نه وه؛ نو ځكه پېښې د خبريالانو او د بشر د حقونو د فعالينو پاملرنه راجلب كړه. دا ځل د پېښې قرباني شوې تسليم نه شوه او پر خالي لاس يې د ښځو د حقوقو د طرفدارو خوځښتونو تقدير بدل كړ.


  د هغې نوم مختارا مايي و او پر هغې د جنسي تېري كوونكي پر خلاف مبارزه د ښځو لپاره د نړۍ په تر ټولو خراب چاپېريال كې بې مثاله وه.


  پېښه يوه مياشت وروسته په ملي او بين المللي كچه منعكس شوه او حكومت اړ شو، چې مختارا مايي ته د تاوان په ډول 8500 امريكايي ډالر وركړي.


  (دا يوه تاريخي پېښه وه) او پر هغې بريد كوونكيو ته يې د مرګ سزا وركړه.


  مختارا مايي پخپله سيمه كې د لومړي ځل لپاره ښوونځى پرانيست، چې راتلونكي نسلونه له دغه ډول ستونزو خوندي شي.


  په دې كتاب كې مختارا مايي د خپل تېر ژوند او پرې د شوي تېري كيسه كوي.


  د ناموس په نامه دا كتاب د موضوع او وخت له لحاظه مناسب او د يوې داسې ښځې بيان دى، چې ډېر ظلم پرې شوى؛ خو وروسته د خپلې پخې ارادې په زور خپلو مخالفينو ته ماتې وركوي”.


  دانش خپرندويې ټولنې دا كتاب په جرمني كې د افغانستان د 260 نړيوال جشن په وياړ د چاپ په ګاڼه پسوللى او د كتاب مينه والو ته يې وړاندې كوي.


¯¯¯




 


 


  دکتاب نوم : دچارلس پاچا تېښته


  ليکوال        :  پيټر ويب


  ژباړن          : محمد هارون شفيقي


  مخونه        : ۶۶


  خپرندوی : ميوند خپرندويه ټولنه – سبا کتابخانه


  هرکله،چې پښتو ته دژباړې او بيا دښې او په تول پوره ژباړې او ژباړن خبره کېږي؛نو خامخا دسړي ذهن ته دښاغلي محمدزبیر شفیقي نوم راځي.چا،چې دنسيم حجازي دشاهکارو ناولونو په ژباړلو سره  پښتو ته دومره غنا وربخښلې،چې که دغه کار دکومې بلې ژبې ليکوال ترسره کړی وای ښايي دومره نازول شوی وی، چې موږ به خپل باباګان هم هغومره نه وي نازولي.


  دادی ددغه درانه ليکوال او ژورنالېست ځوان زوی محمد هارون شفیقي دخپل پلار پر پل  پل ايښی او  يو وړوکی؛خو په  زړه پورې  انګليسي ناول يې په پښتو ژباړلی.


 


  دچارلس پاچا تېښته ديوه تاريخي داستان ژباړه ده. هغه پاچا،چې ځمکه پرې تنګه شوه او له خپل هيواد څخه وتښتېد،په تېښته کې څه ستونزې ورته پېښې شوې او څنګه ترې خلاص شو…. پر هڅو او ځوانۍ يې برکت شه.


¯¯¯




 


 


  د كتاب نوم: ديو ويشتمې پېړۍ انساني دلالان (ناول)
  ليکوال        : الحاج محمد حسن حُسام


  دپاڼو شمېر  : ۱۰۵


  داکتاب دپښتو او پشه يي ژبي ليکوال او شاعر ښاغلي محمد حسن حُسام ناول دی چې دخپل ژوند ديوې ډېرې ترخې خاطرې انځور يې پکې وړاندې کړی او د اويايمې لسيزې په اوږدو کې  په کابل کې دکورنيو جګړو او ملي اتلانو او مارشالانو دوختونو رښتينې کيسې پکې بیان شوي.


  په ۱۳۷۳ل کال کې دکابل واکمنو او دملي اتلانو او مارشالانو مجاهدينو!!! دهغه يو زوی تښتولی او بیایې دپیسو په بدل کې خوشې کړی،داچې په دغو ورځو کې پر دوی اود دوی پر کورنۍ څه تېر شوي، زوی يې څنګه او چاتښتولی و،چېرته بندي و او بالاخره څنګه راپرېښودل شو….. دا ټولې هغه خبرې دي چې ليکوال په خپل دغه اثر کې ذکر کړي. ددغه اثر په لوستل د ملي اتلانو څېرې لاښې راښيي.


¯¯¯


 


  د كتاب نوم: د پېريانو جګړې


  ليكوال: Steve Coll


  ژباړن: غلام محمد زرملوال


  خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه


  مخونه: 850


  دانش خپرندويې ټولنې تل د ژباړې له لارې د پښتو ژبې د غني كولو هڅې كړې، چې “د پېريانو جګړې” اثر هم د همدغې لړۍ يوه كړۍ ده.


  د سټيو كُول دې شننيز اثر د پوليتزر جايزه هم تر لاسه كړي.


  د “پېريانو جګړې” كتاب زموږ پر هېواد، له شوروي يرغله رانيولې د 2001ز كال دسپتمبر تر لسمې، تپل شوى ناورين او د سي اى اې او بن لادن پټ تاريخ بيانوي.


  “د پېريانو جګړې” په نړيواله كچه د هغو لاسوندونو ټولګه ده، چې د افغانانو _په تېره بيا د پنځوس ميليونه پښتنو_ پر ضد د دښمنانو توطيې بربنډوي.


  دا كتاب د دښمنانو له شومو موخو څخه د افغانانو په خبرونه كې كره نخچ لري، د دښمنانو له ترسره كړيو دسيسو يې خبروي او ددغو دسيسو په پلي كولو كې د دوى د اخيستل شويو مزدورانو له څېرو پرده پورته كوي.


  سټيو كُول په دې اثر كې له روسانو سره د افغانانو جګړه او په دې جګړه كې د پرديو د ګټو ساتلو  لپاره د افغانانو د وينو تويولو لاملونه او لارې چارې راپه ګوته كړې او د هر اړخيزې شننې له لارې يې دې لور ته د لوستونكيو پام را اړولى.


  ددې اثر د ژباړې زيار پياوړي شنونكي غلام محمد زرملوال ګاللى او په خوږه پسته پښتو يې لوستونكيو ته وړاندې كوي.


  “د پېريانو جګړې” دا بڼه له ټولو هغو څخه بشپړ ده، چې په دې وروستيو كې د بېلابېلو خپرندويانو له خوا چاپ شوې.


  دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې دا اثر په لغمان كې د استاد ګل پاچا الفت د دېرشم تلين د يادغونډې په وياړ د چاپ په ګاڼه پسولي.


  په پاى كې پياوړي شنونكي غلام محمد زرملوال صاحب ته ددغه راز نورو اّثارو د ژباړنې او پنځونې په پار د دعا لاسونه نيسو او درانه لوستونكي ددې ګټور اثر لوستلو ته رابولو.