کور / خبرتیا او پيغامونه / د الفت مجلې پرله پسې دېرشمه ګڼه چاپ شوه

د الفت مجلې پرله پسې دېرشمه ګڼه چاپ شوه

  د الفت مجلې د پېنځم كال شپږمه، پرله پسې دېرشمه ګڼه چاپ شوه:




  د دانش خپرندويې ټولنې د كولتوري خپرونې (الفت) د پېنځم كال شپږمه، پرله پسې دېرشمه ګڼه د تېر په څېر د ليكوالو، څېړونكيو، شاعرانو او كروونكيو ليكنو ښايسته كړې.


  الفت دا ځل د مفكر استاد ګل پاچا الفت “بې زړه” مرغلره لوستونكيو ته د سرليكنې پر ځاى خپره كړې، كه څه هم الفت تل خپلې سرليكنې د استاد ګل پاچا الفت په ليكنو ښايسته كړې؛ خو دا ځل يې د خپلې پيلېزې پر ځاى دغه توري كښلي:


  “درنو لوستونكيو!


  الفت مجله تل خپلې سرليكنې د مفكر استاد ګل پاچا الفت په ليكنو ښايسته كوي، دادى دا ځل مو د همدوى له مرغلرو يوه قيمت بيه مرغلره درته خوښه كړې. دا ځل د تېر په څېر د الفت صاحب له وينا وړاندې خپله پيليزه نه ليكو؛ بلكې نېغ په نېغه مو د استاد د ليكنې لوستلو ته رابولو”.


  د الفت په دې ګڼه كې له ميا عبدالرحمن لوګي كاكاخېل سره مركه شوې، د سراج التواريخ ليكوال يې راپېژندلى، د پوهاند زيار د كاناډا ښوونيز فرهنګي يونليك يې خپور كړى او د “دوست محمد خان كامل مومند، ژوند او ادبي خدمات” ليكنې تر څنګ يې په 86 مخونو كې دغه ليكنې ځاى كړې:


  افغاني كښيده او د امن جرګې انځور؛


  يوه ستره اندېښنه او يوه پوښتنه؛


  له ارواښاد استاد ګل پاچا الفت سره څو شېبې او څو كلونه؛


  د خوشال ساندې، پر خوشال ساندې؛


  نيكونه پرېږده، نمسي راټينګ كړه؛


  په شعر كې حسي تصويرونه؛


  د كاكړۍ غاړو لهجه، لنډيز او لغات؛


  د غوسې پر وخت څه كوئ؟


  سندرغاړى هدايت الله؛


  د لوى كور لويې خبرې؛


  بد ګومانه (لنډه كيسه)؛


  كافر ګل؛


  خوشبو (لنډه كيسه)؛


  د سپيناوي سپيناوى؛


  خبرلوڅ تصويرونه؛


  د سباوون د دوو غزلو تنقيدي جاج؛


  په دويمه شعري ټولګه كې د محمود اياز شاعري؛


  سيكولرېزم، يو وضاحت، يوه سمونه؛


  او


  نوي كتابونه.


  الفت پخپله تېره ګڼه كې د خان زمان كاكړ ليكنه “اجمل خټك، د ژوند شاعر_ د خلكو شاعر” تر سرليك لاندې خپره كړې وه.


  په دې ګڼه كې ښاغلي خان زمان پخپل تېر مضمون كې د الفت د ادارې له خوا د سيكولر په ناسمه ژباړه (د دوى په وينا) يو وضاحت او يوه سمونه رالېږلې.


  خان زمان كاكړ ګيله كړې، چې الفت والو دده په ليكنه كې د سيكولر ژباړه په لينديو كې (په دين نه ولاړ) كړې. دى وايي دا نه يوازې لغوي او مفهومي تېروتنه ده؛ بلكې د سيكولرېزم غوندې سپېڅلې اصطلاح سره زياتوب هم دى.


  ښاغلى كاكړ پخپله ليكنه كې وايي:


  “…اسد لالا او د هغه قومنده كه استحصال په زبېښل، تخليق په پنځونه، مبلغ په بلونكي او طبقاتي تضاد په ټولنيز نا انډولتوب اړوي؛ نو په دې هكله به نه زه څه وايم او نه به په دې هكله څوك د څه ويلو حق راكړي، دا ځكه، چې (ژبپوهنه يوازې د ژبپوهانو او بيا د نوې ژبپوهنې د څانګوالو په واك او ټېكه كې راځي. همدوى دا واك او وړتيا لري، چې پښويه (ګرامر) يې وليكي…)”.


  د ښاغلي خان زمان په وضاحت او سمونه د الفت مجلې ادارې خپل سپيناوى داسې كړى:


  “د الفت په تېره ګڼه كې د خان زمان كاكړ په مضمون كې د Secular (په دين نه ولاړ) پښتو بڼه موږ د دانش انګليسي- پښتو ژورناليستي قاموس د 519 مخ د “(Secular State) غير ديني دولت، هغه هېواد، چې دين او سياست پكې سره بېل وي” پر بنسټ ليكلې.


  دغه راز په انټرنيټ كې په دې پته:


  http://www.qamosona.com/index.php?a=term&t=52146


  د سيكولر مانا داسې راغلې: “دنيايي، غير مذهبي، مادي، دهري، د وحدت منكر، هغه سړى، چې مذهبي قوانين نه مني، دنيايي ملا”.


  د الفت د ډېرى مضامينو په لينديو كې نيولي ځايونه د ادارې له خوا د سمونې، زياتونې او يا هم د ښې روښانونې په پار راوړل شوي.


  خان زمان كاكړ پخپل دغه وضاحت و سمونه كې له ښه نه د ډېر ښه لټه د سيكولرېزم بنسټ بللې؛ خو بيا چې موږ كله په الفت كې د كره پښتو ليكلو هڅه كوو؛ نو دوى يې زياتوب ګڼي، په داسې حال كې چې د دوى د ليكنې په فرسوده، پسمانده، رجحان، سهاره او … باندې به د الفت ډېر لوستونكي ونه پوهېږي.


  دغه راز دوى په دغه وضاحت كې ليكلي، چې: “اوس به سړى سيكولرېزم څنګه تشرېح كوي او هغه هم د دين سره تړلى شوى سيكولرېزم”، چې د دوى له دې خبرې د دين او سيكولرېزم بېلېدنګ ښه جوتېږي، موږ هم پر همدغه بنسټ سيكولرېزم په دين نه ولاړ بللى.


  د دوى له دې خبرو ښكاري، چې دوى هم تر اوسه د سيكولرېزم په مانا سم نه پوهېږي، يوازې د سيكولرېزم كيسې يې اورېدلې. هيله ده، چې زموږ دغه احساساتي ځوان ليكوال د سيكولرېزم په مانا د سمې پوهېدنې په خاطر لږه نوره څېړنه وكړي.


  الفت د دانش خپرندويې ټولنې كولتوري خپرونه ده او د ليكنو په سمونه كې بشپړ واك لري. موږ د ښاغلي خان زمان كاكړ دغه رالېږلى وضاحت كټ مټ خپروو او خپله هغه ژمنه پوره كوو، چې الفت د بيان د پوره اّزادۍ توغ په لاس كې لري”.


  د الفت مجلې ددې ګڼې د پښتۍ پر پر لومړى مخ د تخنيكي تېروتنې له لامله د خپرېدا كال د 1386ل پر ځاى 1368ل كښل شوى او د استاد الفت لاندې شعر هم د يو څه تخنيكي ستونزو له لامله پرې پرې راغلى:


  ځان د چا غلام كړه كـــــــــه په نورو باداري كوې


  سر ټيټول زده كړه كه كارونه ســــــــــركاري كوې


  هلته زورور ته په ګونډو لاس په نامه اوســــــــــه


  دلـته كه فرعون غوندې په موږ كلانكاري كوې



  دغه راز يې د پښتۍ پر دويم مخ د “مننه، يادونه او كورودانى” تر سرليك لاندې له ښاغلي احسان الله كامه وال نه د الفت د لګښت د وركړې مننه كړې او ښاغلي عبدالله احسان ته يې د www.larawbar.com ويبپاڼې د جوړولو مباركي ويلې.


  د پښتۍ پر درېيم مخ يې ددغو اّثارو پنځوونكيو ته د زړه له تله مباركي ويلې:


  د پرازيتولوژۍ اساسات؛


  قراّن او نننى (معاصر) ساينس؛


  د كندهار ياداښتونه؛


  د بدل واده شرعي حكم؛


  د ثور پاڅون، د كې جې بې دسيسې او شوروي يرغل؛


  د سړك پر غاړه؛


  ان لاين ژورنالېزم؛


  خاطرې: د يوې دورې لنډ تاريخ؛


  د ستورو ورا.


  د الفت د پښتۍ پر څلورم مخ د دانش خپرندويې ټولنې له خوا د نويو چاپ شويو اّثارو انځورونه راغلي.


  ياده دې وي، چې الفت د دانش خپرندويې ټولنې ادبي- كولتوري خپرونه ده، مشر يې اسدالله دانش او په مرستياله ډله كې يې مجيب الرحمن انګار، ذبيح الله شفق او حاجي محمد عمرخېل دي.