کور / تازه خبرونه / پاكستان: صدارتي انتخابات د سپټمبر پر شپږمه كېږي

پاكستان: صدارتي انتخابات د سپټمبر پر شپږمه كېږي


د پاكستان د جمهوري رياست د انتخاباتي كمېټې مشر كنور دلشاد وايي انتخابات به د سپمټممبر د مياشتي پر شپږمه نېټه ترسره سي.
نوموړي وويل دې دندي ته كانديدان دي به خپل نومونه او اسناد د اګست تر ۲۶ – مي پوري ورتسليم كړي، چي پر ۲۸ – مه د اګست به كانديدان اعلان سي او د اګست پر ۳۰ – مه به بيرته دوى ته خپل اسناد وسپارل سي.
ښاغلي كنور دلشاد وويل د سپټمبر پر شپږمه نېټه به د نوي جمهور رئيس دپاره په ايالتي او مركزي پارلمان كي وكيلان پر يوه وخت د سهار د ۱۰ بجو څخه د ماپښين تر درو بجو پوري رايي واچوي.