کور / تازه خبرونه / داخله وزارت: امريكايي الوتكو ۷۶ ملكي كسان ووژل

داخله وزارت: امريكايي الوتكو ۷۶ ملكي كسان ووژل


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت خبر وركړ چي د هرات په ولايت كي د ايتلافي ځواكونو په بمباريو كي ۷۶ كسان وژل سوي دي.
دكورنيو چارو له وزارت څخه يوه خپره سوې اعلاميه وايي د وژل سوو كسانو ډېره برخه ښځي او ماشومان دي.
سره له دې چي پر ايتلافي ځواكونو د بشري حقونو د نړيوالو موسيسو او د افغانستان د حكومت له خوا په وار وار د دغسي پېښو د مخنيوي ږغ سوى خو نه يوازي دا چي مخنيوى يې نه دئ سوى، بلكي ورځ تر بلي د ولسي مرګ ژوبلي كچه هم د بهرنيو ځواكونو په عملياتو او د حكومت ضد وسله والو په بريدونو كي لوړېږي.
درې اونۍ مخكي د ننګرهار په ولايت كي د واده پر مراسمو بمبار سوى وو چي ډېرى ښځي او ماشومان يې وژلي وه، همدا راز د كندهار په سپين بولدك ولسوالي كي پر يوه ښخ سوي ماين باندي د واده موټر ختلى و چي د ناوي او زوم په شمول ډېر كسان پكښي وژل سوي وه.