کور / تازه خبرونه / هند: سېلابونو او برېښنا تر ۷۰۰ ډېر كسان ووژل

هند: سېلابونو او برېښنا تر ۷۰۰ ډېر كسان ووژل

 



په هند كي موسمي بارانونو تر ۷۰۰ زيات كسان وژلي او په لكونو يې د كورونو پرېښولو ته اړويستي دي.
د جمعې په ورځ د اتراپردېش په ايالت كي ۲۷ كسان مړه سول چي په ټول هند كي يې د مړينو شمېره ۷۰۰ كسانو ته وخېژول.
هندي پوځيان چي د سېلاب ځپلو دپاره يې بشري مرستو ته رادانګلي وايي اكثره كسان مړي تر كورونو لاندي دي او ۷۵ تنه د آسماني برېښنا له وجي وژل سوي دي.
د رسمي سروې ګانو له مخي نيژدې يو نيم ميليون كسانو ته د دغو بارانونو له امله تاوانونه اوښتي دي. چي يوازي د بهار په ايالت كي اووه لكه تنه بې سرپنا ژوند كوي.
هند، بنګلدېش او پاكستان هر كال د دغسي بارانونو له كبله په زرونو كسان له لاسه وركوي.