کور / تازه خبرونه / اېران: ترافيكي پېښي ۳۰ افغانان مړه او ۸۳ ټپيان كړل

اېران: ترافيكي پېښي ۳۰ افغانان مړه او ۸۳ ټپيان كړل

د اېران دولتي آژانس اېرنا خبر وركړ چي د پنجشنبې په ورځ د يوې ترافيكي پېښي له امله ۳۰ افغانان مړه او ۸۳ تنه ټپيان سول.
آژانس زياتوي چي دا هغه كاريګر افغانان وه چي په ناقانونه توګه له افغانستان څخه اېران ته د كار كولو دپاره اوښتي وه.
د فارس ولايت د خياري په سيمه كي چي دغه پېښه رامنځته سوې ده، پوليس ترافيك وايي دغو افغانانو په دوو غټو بار وړونكو موټرانو كي سفر كاوه چي پېښه رامنځته سوې ده.
د ترافيكي پوليسو په وينا دوهم موټر د پېښي له ځايه تللى دئ خو په اړه يې څېړني رواني دي.
په ژوبل سوو افغانانو كي يوه كس اېرنا آژانس ته ويلي چي دوى هر يوه پنځوس لكه رياله (۵۲۰) ډالره دغه موټروان ته وركړي وه چي له زاهدان څخه يې شېراز ولايت ته ورسوي.
د اېران حكومت وايي د دوى د معلوماتو له مخي په هيواد كي يې نيژدې يو ميليون افغانان په ناقانونه توګه ژوند كوي، چي ښايي دغه شمېره د دې دوه برابره وي.