کور / تازه خبرونه / د پوليسو پر پوسته ځانمرګى بريد وسو

د پوليسو پر پوسته ځانمرګى بريد وسو


نن سهار اووه بجې د سرحد ايالت په سوات كي د پوليسو پر يوه پوسته ځانمرګى بريد وسو چي له امله يې ۱۵ پوليس وژل سوي دي.
چارواكي وايي پېښه نن سهار وختي هغه وخت رامنځته سوه چي يو ځانمرګى بريد كوونكى د سوات د چارباغ سيمي د خوازه خېلو پوستې ته ورننوتى او ځان يې وچاودئ.
د حاجي مسلم خان په نوم د طالبانو يوه وياند د دغه بريد مسوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي چي خورا ډېرو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.