کور / تازه خبرونه / بيت الله مسود سخت ناروغ دئ

بيت الله مسود سخت ناروغ دئ


مطبوعاتو د پاكستان د استخباراتي ادارو له خولې د قبايلي طالبانو د مشر بيت الله مسود د ناروغۍ خبرونه خپاره كړل.
ويل كېږي نوموړى د ويني د فشار او شكري په ناروغۍ اخته دئ.
خبرونه وايي بيت الله مسود له دې ناروغۍ څخه سخت ځورېږي او د طالبانو مشران ورغوښتي چي د مشرتابه چاري كوم بل كس ته وسپاري.
د قبايلي طالبانو وياند مولوي عمر د ښاغلي مسود د ناروغۍ پخلى كوي، خو وايي هغه كوم بل چاته د واك سپارلو پلان نه لري او نه يې هم كومه غونډه رابللې ده.