کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس كرزي د شينډنډ بمبارۍ وغندلې!

جمهور رئيس كرزي د شينډنډ بمبارۍ وغندلې!


د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د ايتلافي ځواكونو هغه ړندې بمبارۍ په سختو الفاظو وغندلې چي د جمعې په ورځ د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالي كي ۷۶ تنه ځني مړه سوي وه.
ايتلافي ځواكونه ادعا كوي چي په دې بمباريو كي يې تر دېرشو زيات طالبان وژلي دي، خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي وژل سوي كسان ولسي وګړي دي چي زياتره يې ښځي او ماشومان دي.
د افغانستان جمهور رئيس كه څه هم هر وار دغسي پېښي په سختو الفاظو غندي او بهرني ځواكونه يې د نه تكرار ژمني كوي، خو هر كال په سوونو افغانان د ايتلافي ځواكونو او طالبانو په ړندو عملياتو كي ژوند له لاسه وركوي.
د نړيوالو رسنيو د شمېرني له مخي د روان عيسوي كال له پيل راهيسي د ۷۰۰ په شاوخوا كي ملكي كسانو د جګړې له امله ژوند له لاسه وركړى، چي ۲۲۵ يې د ايتلافي عسكرو او پاته نور يې د طالبانو له خوا په بريدونو كي مړه سوي دي.