کور / راپور / چارواکي: په کندهار کي ۱۸ طالب وسلوال وژل سوي دي

چارواکي: په کندهار کي ۱۸ طالب وسلوال وژل سوي دي

د کندهار چارواکي وايي، چي تېره شپه د په ښوراوک ولسوالي کي افغان ځواکونو عمليات کړی او ګڼ طالب وسلوال يې وژلي دي.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزی وايي، چي د ښوراوک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کي افغان ځواکونو عمليات کړي او ۱۸ طالب وسلوال يې وژلي دي.

د ښوراوک ولسوالي چي د ډيورنډ کرښي په څنګ کي پرته ده، کله ناکله ورڅخه د نا امنۍ راپورونه راځي.

له دې وړاندي هم څو ځلي د سرو څاهانو په سيمه کي وسلوالو پر افغان ځواکونو بريدونه کړي، چي د چارواکو په وينا د کرښي له ها خوا څخه را اوړي.

خو د وروستۍ پيښي په هکله تراوسه طالبانو څه نه دي ويلي.