کور / راپور / اشرف غني: د تاوتريخوالی کمښت به د اوربند لپاره لار هواره کړي

اشرف غني: د تاوتريخوالی کمښت به د اوربند لپاره لار هواره کړي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي کمښت به د اوربند لامل سي او له دې سره به د رواني جګړې شدت ختم سي.

ښاغلي غني چي تېره ورځ يې د سولي په تړاو د ديني علماوو سره وليدل وويل، چي افغان ځواکونه بشپړ چمتووالی لري چي  د سولې په پروسه او مذاکراتو کي د هغې د بریالي کيدو او ملاتړ لپاره له خپل ټول توان څخه استفاده وکړي.

ښاغلي غني د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیالانو او د بېلابېلو کمېسیونونو د رئيسانو سره هم ليدني کړي دي او هغوی ته يې ويلي:  “د سولې مشورتي لویې جرګې د لار نقشه ایجاد کړې او د سولې پروسه موخه نه، بلکي وسیله ده. موخه د جنګ او تاوتریخوالي له منځه وړل او د سولې تامین دی او دا کار یوازې په شعارونو نه، بلکي برنامه کيږي”

دا پر داسي مهال ده چي سر د شنبې له ورځي څخه به طالبان د جګړې شدت ختموي او بريدونه به نه کوي، په مقابل کي به افغان او ناټو ځواکونه هم له هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو څخه لاس اخلي.