کور / راپور / د تاوتريخوالي د کمېدو اونۍ نن شپه پيلېږي

د تاوتريخوالي د کمېدو اونۍ نن شپه پيلېږي

افغان حکومت وايي، چي د تاوتريخوالۍ اونۍ به نن شپه پيل سي، چي له مخي به يې طالبان په خپلو بريدونو کي کمښت راولي او هدفي وژني به نه کوي. په مقابل کي به افغان او ناټو ځواکونه هوايي بريدونه او شپني عمليات دروي.

که څه هم طالبانو تراوسه په دې هکله مالومه نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو د امريکايي چارواکو سره يې د تاوتريخوالي د کمښت خبره کړې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي کمښت به د اوربند لامل سي او له دې سره به د رواني جګړې شدت ختم سي.

ښاغلي غني چي تېره ورځ يې د سولي په تړاو د ديني علماوو سره وليدل وويل، چي افغان ځواکونه بشپړ چمتووالی لري چي  د سولې په پروسه او مذاکراتو کي د هغې د بریالي کيدو او ملاتړ لپاره له خپل ټول توان څخه استفاده وکړي.

ښاغلي غني د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیالانو او د بېلابېلو کمېسیونونو د رئيسانو سره هم ليدني کړي دي او هغوی ته يې ويلي:  “د سولې مشورتي لویې جرګې د لار نقشه ایجاد کړې او د سولې پروسه موخه نه، بلکي وسیله ده. موخه د جنګ او تاوتریخوالي له منځه وړل او د سولې تامین دی او دا کار یوازې په شعارونو نه، بلکي برنامه کيږي”

دا پر داسي مهال ده چي سر د شنبې له ورځي څخه به طالبان د جګړې شدت ختموي او بريدونه به نه کوي، په مقابل کي به افغان او ناټو ځواکونه هم له هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو څخه لاس اخلي.