کور / سياسي / د قدر شپه – د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت لومړۍ شپه

د قدر شپه – د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت لومړۍ شپه

نن د قدر شپه ده.

طالبانو په ټول هېواد کي خپلو کسانو ته د ډز بندۍ امر کړی. دوئ خپلو وسلوالو ته سپارښتنه کړې چي د يوې اونۍ لپاره پر ټولو اړخونو بريدونه ودروي. همدارنګه د افغانستان په ټولو ولسواليو، او کليو کي د مخابراتي شبکو فعاليت ته اجازه ورکړل سوې.
نن يوه داسي د خوښۍ شپه پيليږي چي افغانان له کلونو کلونو ورته په تمه ول. نن شپه د سنګر جنګيالي ارام خوب کوي. نن شپه طالبانو توافق کړی چي د وطن پر ناموس ساتونکو د بريدونو چمتوالی نه نيسي. نن شپه د افغان پوځ وياړمن سرتېري، په وسلوالو پسې ګزمو ته نه وځي.

نن شپه طالبانو منلې چي تر پلونو او پلچکونو لاندي ماينونه نه ږدي. نن يې خپلو قوماندانانو ته امر کړی چي د جګړې پر ځای ارام وکړي.
نن شپه د افغان پوځيانو ميندي او خويندي ډاډمن خوب کوي.

نن شپه د چا د وژلو او شهيدولو په نيت نه پيليږي. نن شپه د افغانستان روح ته د سکون احساس ور ننوتی دی. نن داسي شپه ده چي د انتحار او انفجار پلان پکي وقف سوی.

نن داسي شپه ده چي اکثريت افغانان د خوشالۍ په مراسمو کي د خوښۍ اوښکي څڅوي.

دا يوه اونۍ زموږ په ژوند کي تر ټولو نېکمرغه ده. نور يوه و بل ته پېغورونه مه ورکوئ. د طالبانو پر ظلمونو او جنايتونو سکوت اختيار کړئ. وې هڅوئ چي نور د جګړې پر ځای د سولي لاره غوره کړي. نن شپه خوشالي وکړئ.

نن شپه په خوښۍ ولمانځئ.