کور / #PTM / ګيلامان پښتين اوس هم د بحرین د امنيتي ادارو سره بندي دی

ګيلامان پښتين اوس هم د بحرین د امنيتي ادارو سره بندي دی

د ګیلامان پښتين په اړه پر ټولنیزو شبکو ځيني اوازې ګرځي چي ګواکي هغه هېر سو، خوشي سو یا وايي چي بیرته لیږل (ډیپورټ) کېږي.د هغه د نیول کېدو په هکله پر ټولنیزو رسنيو یو شمېر بې بنسټه خبري مخته راځي چي ګواکي په نیول کیدو کي یې د پاکستان لاس وو او نوموړی به ګواکي پاکستان ته ډيپورټ کړل سي چي دا ټولي هوايي خبري دي.

کرهٔ خبره داده چي ګيله من پښتين بحرین هیواد ته د کار په وېزه راغلی دی خو دولت پر شکمن دی چي ګواکي د منظور پښتين د نیول کیدو وروسته د هغه عکس په عامه توګه را ایستل او د هغه د نیول کیدو خلاف د مظاهرې په بڼه ږغ پورته کولو یې د بحرین د ویزې شرایط مات کړي دي او په همدې شک د بحرین دولت د عامه امنيت ځانګړي ادارې لخوا ونیول سو .

په بهرین او نورو عربي هیوادونو کي د عرب پاڅونونو او مصر و لیبیا غوندي هیوادونو کي د انقلابونو  له ډاره د دولت د ځانګړي اجازې پرته پر هر ډول ازاد سیاسي فعالیت بنديز لګیدلی دی.

ګیلامان د لومړنیو پلټنو بشپړیدلو پوري د بحرین دولت د عامه امنیتي ادارې په لاس کي دی. وروسته به ملکي قضايي ادارې ته سپارل کیږي او هلته به یې حقوقي دوسيه څرګنده سي او د مدافع وکیل په همکاري به مخته وړه کیږي.

له ډیرو هیوادونو څخه د پښتون ژغورني غورځنګ مشران او ژمن ملګري پر دې قضيه نظر ساتي او پر قانوني لارو د پرمختګ په ټولو چارو کي یې همکارۍ ته چمتو دي.

که څه هم په زور پاکستان ته د لیږلو هیڅ خبره نسته خو بیا هم د پي ټي ايم ملګري، پاکستان ته د ګیله من د احتمالي ډیپورټ کیدو د مخنیوي دپاره چمتووالی لري.
دغورځنګ ژمن ملګري کوچي لیوني لراوبر ته وويل په وطن او نړۍ کي دي ټول ملګري ډاډه اوسي چي ګیله من ته مدافع وکیل نیول سوی دی او زموږ اړیکه ورسره سته.

د هالنډ د پښتون ژغورني غورځنګ مشر عبدالله احسان چي د ګیله من پښتين پاره د ځانګړي کمېټې غړی هم دی وايي، دا بالکل شونې ده چي نوموړی په نژدې ورځو کي بیرته پرېښوودل سي، که هر قیسم نوې خبره وه تاسي به د پي ټي ایم د معتبرو پاڼو او لراوبر ویبپاڼي له لاري ترې خبر کړو.

پښتون ته ژوندون غواړو