کور / راپور / د تاوتريخوالي د کمولو اونۍ پيل سوه

د تاوتريخوالي د کمولو اونۍ پيل سوه

په افغانستان کي د تاوتريخوالي د کمولو اونۍ تېره شپه پر ۱۲ بجې پيل سوه او يوه اونۍ به دوام ولري.

د تاوتريخوالي کمښت په دې مانا دی چي طالبان به پر افغان او امريکايي ځواکونو باندي بريدونه نه کوي او نه به هم هدفي وژني کوي، بل لوري ته به افغان او بهرني ځواکونه هم د طالبانو پرضد عمليات نه کوي او شپني عمليات به بندوي.

تېره شپه افغان ولسمشر اشرف غني د تاوتريخوالي د کمېدو په هکله ملت ته وينا وکړه او ويې ويل چي ټولو ځواکونو ته يې امر کړی چي تاوتريخوالی له نږدې وڅاري او په دغه مرحله کي به پر طالبانو بريد نه کوي. خو د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندي به عمليات روان ساتي.

بل خوا طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تاوتريخوالي د کمښت خبر ورکړی دی او خپلو جنګياليو ته يې امر کړی چي بريدونه ونه کړي او دفاعي حالت کي واوسې.

د تاوتريخوالي کمېدل چي اوربند ته ورته بلل کېږي، د امريکا او افغان دولت د مهمو غوښتنو څخه وو، چي له دې وروسته به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي هوکړه ليک امضا کېږي.