کور / راپور / افراسياب خټک: اوس د افغان شموله امن وخت رارسېدلی او بايد ددې لپاره بايد کار وسي

افراسياب خټک: اوس د افغان شموله امن وخت رارسېدلی او بايد ددې لپاره بايد کار وسي

په افغانستان کي د تاوتريخوالي د کمېدو سره سم په هيواد دننه او نړۍ کي ګڼو سياسي څهرو خوښي څرګنده کړې ده او دا يې د افغان جګړې د ختمېدو څرک بللی دی.

د فبرروۍ پر ۲۲ نېټه په ټول افغانستان کي د تاوتريخوالي د کمېدو اونۍ پيل سوه چي له مخي به يې طالبان د افغان او نړيوالو ځواکونو پرضد بريدونه نه کوي او همداراز به افغان حکومت او بهرني ځواکونه د طالبانو پرضد هوايي بريدونه او شپني عمليات بندوي.

د سياسي چارو کارپوه افراسياب خټک وايي، چي اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چي افغان شموله سولي ته کار وسي او د سولي دا فرصت له لاسه ونه وځي.

د ښاغلي خټک په وینا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په پیل کي زلمي خلیلزاد ویلي وو تر هغې چي په څلورو برخو” افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل، د ترهګرۍ پرضد طالبانو لخوا ضمانت ورکول، بین الافغاني مذاکرات او اوربند باندې موافقه و نه سي،” په هیڅ شي توافق نه کیږي.

خو د ښاغلي خټک په وینا چي اوس دا مسئلې سره بیلې کړای سوې دي او که چیرې دا څلور مسایل سره تړلي پاتې سوی وی اوسنۍ موافقه به د امن لپاره زیاته ګټوره وی.

ښاغلي خټک د امريکا ږغ راډيو سره په يوې مرکه کي ويلي چي اوس د امن راوستلو او سولي لپاره ډېره ښه موقع ده. طالبان او افغان حکومت دي د خپل منځي خبرو له لاري افغان کشاله هواره کړي.