کور / راپور / عبدالله حسرت: د تاوتريخوالي د کمښت د پيلېدو سره طالبانو پر يوې پوستې حمله کړې ده

عبدالله حسرت: د تاوتريخوالي د کمښت د پيلېدو سره طالبانو پر يوې پوستې حمله کړې ده

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، چي تېره شپه طالبانو د ځاځي اريوب ولسوالۍ د ډاګ پر پوسته تهاجمي حمله کړې ده او څو ساعته جګړې دوام کړی دی.

ښاغلی حسرت وايي: “د تاوتریخوالي د کمښت دورې له پیلېدو وروسته بېګا شپه یوه بجه او پنځه څلوېښت دقیقې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ډاګ پر پوسته وسله والو طالبانو تهاجمي برید کړی چې د د شپې تر دریو بجو یې دوام درلود.”

د نوموړي په خبره، په دغه نښته کي افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه مرګژوبله نه ده اوښتې.

د امريکا او طالبانو د تړون له مخي تېره شپه ۱۲ بجې د تاوتريخوالي کښت چي اوربند ته ورته دی پيل سو، چي له مخي به يې طالبان پر افغان او بهرنيو ځواکونو حملې نه کوي او نه به افغان حکومت او بهرني ځواکونه پر طالبانو بريد کوي.

تېره شپه افغان ولسمشر اشرف غني وويل، چي ځواکونو ته يې امر کړی چي د تاوتريخوالي حالت له نږدې وڅاري او دقيق و اوسي.

په ورته مهال د کورنيو چارو وزارت هم خبرداری ورکړی، چي که طالبان له خپلي ژمني پر شا سول، د سخت غبرګون سره به مخ سي.

طالبانو لا تراوسه د پکتيا د تېري شپې د پېښي په هکله څه نه دي ويلي.