کور / راپور / امريکا او طالبان د فبرورۍ پر ۲۹ د سولي هوکړه ليک امضا کوي

امريکا او طالبان د فبرورۍ پر ۲۹ د سولي هوکړه ليک امضا کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي د فبرورۍ پر ۲۹ د طالبانو سره د سولي هوکړه ليک لاسليکوي.

دغه وزارت د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي، چي له طالبانو سره د هوکړې له لاسلیک وروسته به ژر بین الافغاني خبرې پيل سي، چي دا به هر اړخیز اوربند لپاره یو بنسټیز قدم او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره یوه لارنقشه وټاکي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي دا هم ویل سوي، چي د قطر په پلازمینه دوحه کي مذاکراتو یو واقعي فرصت او امیدواري رامنځ ته کړې او د امریکا متحده ایالاتو له ټولو افغانانو غواړي، چي له دې فرصته استفاده وکړي.

بل خوا طالبانو هم د هوکړې د لاسلیک په اړه اعلامیه خپره کړې.

د طالبانو په اعلامیه کي راغلي، چي د امریکا او طالبانو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، داوړو لورو هوکړه وکړه، چي د فبرورۍ په ۲۹ به هوکړه لیک لاسلیک کيږي.

دا پر داسي مهال ده چي د فبرورۍ پر ۲۲ تېټه د افغانستان پر وخت د شپې ۱۲ بجې د تاوتريخوالي د کمېدو دوره پيل سوه او يوه اونۍ به دوام ومومي.

په دغه دوره کي به طالبان د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندي تهاجمي بريدونه نه کوي او نه به هم افغان او بهرني ځواکونه د طالبانو پرضد عمليات کوي.

د تاوتريخوالي کمېدو ته عام افغانان هم خوشاله دي او د دائمي سولي په هيله غواړي چي دوامداره اوربند وسي.