کور / راپور / د عبدالله عبدالله ټيم د سرپل لپاره خپل والي ټاکلی دی

د عبدالله عبدالله ټيم د سرپل لپاره خپل والي ټاکلی دی

وروسته له هغه چي د ټاکنو خپلواک کمېسون ولسمشر اشرف غني د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه اعلان کړ، د ثبات او همپالني ټيم مشر ډاکټر عبدالله ددې پايلو سره مخالفت څرګند کړ او خپل ځان يې د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

ددغه مخالفت په لړ کي نن د ډاکټر عبدالله له خوا د سرپل ولايت لپاره والي ټاکل سوی او په همدې تړاو نن په ولايت مقام کي مراسم نيول سوي وه.

د ثبات او همپالني ټيم لخوا نور رحماني چي د عبدالرشيد دوستم نږدې کس دی د سرپل د والي په توګه ټاکل سوی دی.

د هند، کويټ او اروپايي ټولني مشرانو ولسمشر غني ته د بيا ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.