کور / #PTM / د پښتون ژغورني غورځنګ په بلجیم کي دپاکستان سفارت مخته احتجاج وکړ

د پښتون ژغورني غورځنګ په بلجیم کي دپاکستان سفارت مخته احتجاج وکړ

 

 

دپښتون ژغورني غورځنګ د بلجیم څانګي ددې هیواد په پلازمېنه بروکسل کي د پاکستان د سفارت مخته احتجاجي مظاهره وکړه.

په دې احتجاج کي چي د بلجيم د اوسیدونکو ترڅنګ له هالنډه هم پښتنو برخه اخيستې وه د مشر منظور پښتين او د غورځنګ د غړو ناقانونه نیوَني وغندل سوې او دا د پاکستان ریاست او پوځ لخوا د پښتنو سره پر وړاندي د بشري ضد جنایتونو یوه بله بڼه وبلله سوه.

د احتجاج ویناوالو له پاکستاني سفارت څخه غوښتنه کوله چي احتجاجي پیغام او غوښتني یې خپل ریاست ته ورسوي او د پښتون ژغورني غورځنګ مشران ژر تر ژره هم راخوشي کړي او هم یې غوښتني واوریدلای سي.

په داسي حال کي چي هوا ډیره سړه وه، باد او باران وو خو بیا هم احتجاج کوونکو د خپل قام او غورځنګ د مشرانو او ملګرو لپاره د انصاف غوښتني ږغ پورته کړ او په پرلپسې توګه یې د لراوبر يو افغان، یه جو دهشتګردي هې ایسکي پیچهې وردی هې او یه بجوا مجوا دهشتګرد شعارونه ورکول.

د ریلئیز منظور پښتين او پاکستان ایس کیلینګ د ولډ ایز واچینګ شعارونو ته به پر لارو تلونکي بلجیمیان هم پښه نیولي سول او له موضوع څخه د خبریدلو کوښښ به یې کاوه.

په بلجیم کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر مالک بازي وويل چي غورځنګ به په نژدې ورځو کي د احتجاجونو د بڼي پر نوي کیدلو پریکړه وکړي او ظالم ریاست ته به د مزاحمت او احتجاج بڼه نوره هم سخته کړي.

د پي ټي ايم هالنډ مشر عبدالله احسان وویل د پي ټي ايم ټولي غوښتني آئیني غوښتني دي، پي ټي ايم پښتنو ته په محکومه پښتونخوا دداسي حقونو غوښتنه کوي لکه پنجاب چي یې خپل حق بولي، د خپل آئیني حق د غوښتني پر سر د مشر منظور او نورو ملګرو ګرفتاري او جېل ته اچول پخپله د آئین خلاف عمل دی.

د لاریون بشپړ راپور پر لراوبر پېج هم خپور سوی دی او دلته یې هم کتلای سئ.

لنډي ویډيو ته دلته کلیک وکړئ

بشپړ ویډیوی راپور ته دلته کلیک وکړئ