کور / راپور / لوګر: ديني عالمانو د سولې لپاره ګرځنده کمپاين پيل کړ

لوګر: ديني عالمانو د سولې لپاره ګرځنده کمپاين پيل کړ

په لوګر ولايت کې يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د لنډمهالي اوربند څخه هر کلی او د  تلپاتې سولې د راتللو په  موخه  يې ګرځنده کمپاين  پيل کړ.

دغه عالمان او مشران وايي، دوی کور په کور او جومات  په  جومات ګرځي تر څو خلک دې ته وهڅوي تر څو د سولې د روانو خبرو ملاتړ وکړ او دغه  پروسه  نوره  هم  غښتلي کړي.

قومي مشر عبدالرحمن توکلي وايي: ټول افغانان د سولې په راوستلو کې مسول دي او د ټولو دنده ده، چې  په دې پروسه کې پې تفاوته  پاتې نشي او تر خپل  توان  پورې کار وکړي.

نوموړی وايي ټول افغانان په دې پوه شوي دي، چې د جګړې قربانيان يوازې افغانان دي او سياسي ګټې يې نورو هيوادونو ته رسيږي.

توکلي وايي دوی هڅه کوي، دغه پيغام د لوګر ولايت کليو او بانډو ته ورسوي او له ځان سره داسې کسان ملګري کړي، چې غواړي د سولې په  برخه کې کار وکړي او دغه کاروان  لا غښتلی کړي.

د ياد کمپاين غړی مولوي اسدالله محمدي وايي: د سولې غږ د ټولو مسوليت دی او هر افغان بايد په دې برخه کې غږ پورته کړي او دا پروسه  غښتلې کړي.

نوموړی وايي دلوګر ديني عالمان به ټول په يوه خوله کور په کور ګرځي او فرد- فرد به د سولې پروسې ته رابولي تر څو ټول خلک په سوله کې دخيل شي.

مولوي محمدي وايي د پخوا په پرلته دسولې لپاره ډير ښه چانس راغلی دی او له دې موقع څخه بايد په سمه توګه ګټه واخيستل شي.

ديني عالم مولوي سيد فريدالله وايي: په تېرو څلورو لسيزو کې افغانانو د سولې په  بهير کې ډير بې تفاوته پاتې شوي وو، نور دغه بې تفاتي بايد پای ته  ورسيږي  او جګړې ته د پای ټکی کيږدي.

نوموړی وايي د افغانانو د بې غوريو او سستۍ له امله بهرنيانو ته ددې زمينه برابره شوه چې زمونږ په هيواد کې مداخلې او لاسوهنې وکړي.

مولوي فريد وايي که سل کاله نوره هم جګړه وشې بياهم ګټونکی نلري او ټولو خواوې مجبورې دي، چې دخبرو له لارې دغه مسله حل کړي.

ياده دې وي، چې په دې ورستيو کې د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د بېلابېلو قشرونو له خوا د سولې  غږونه پورته شوي.