کور / هراړخیز / د نړۍ ۷ حيرانونکي طبیعي پېښي

د نړۍ ۷ حيرانونکي طبیعي پېښي

ژباړه: عزت الله ذکي

په نړۍ کي خورا عجیبه او حيرانونکي طبیعي پدیدې موجودي دي، دا نړۍ الله سبحانه وتعالی ډېره په زړه پوري او د زياتو متحيرو او طبیعي پدیدو څخه ډکه خلق کړې ده، له دې جملې ۷ هغه يې په دې مطلب کي تاسو درنو لوستونکو ته درپېژنو.

۱:- د کبانو باران:

د «هندوراس» اوسېدونکو ته د کبانو باران کوم جالب شی نه دی؛ دا باران هرکال په می او جولای مياشتو کي ددغه هيواد په «دیپارتا منتو دیورو» سيمه کي کيږي. شاهدان وايي، چي د کبانو دا باران په اسمان کي تر ورېځو راټولېدو وروسته پیل کیږي او د درنو اورښتونو، رعد و برق، شدید طوفان او باران وروسته رامنځ ته کيږي. يوازي طوفان يې شاوخوا دوه یا درې ساعته دوام کوي او کله چي پای ته ورسیږي، ډېری ژوندي کبان پر مځکه موندل کیږي. ددې سیمي خلک دا کبان د پخلي لپاره راټولوي. له ۱۹۹۸م کال څخه د هندوراس په «يورو» ښار کي هرکال د باران ماهيانو فیسټیوال هم ترسره کیږي، چي له دغو کبانو تيار شوي خواړه پکي نندارې ته وړاندي کیږي.

۲:- د لمر وړانګو لمبې:

د آټوموسفېر دا طبیعي پېښه، چي په «لمر وړانګو لمبې» يا «رنگین کمان آتشین» هم معروفه ده، هغه مهال ليدل کيږي، کله چي لمر له آسمان څخه پورته وي؛ د بېلګي په ډول د اُفق له سطحي ۵۸ درجې لوړ واقع وي. په دې وخت کي د لمر وړانګي د رڼو ورېځو او لوړي سطحي له منځه تېريږي. هغه وخت چي دغه وړانګي ۶ ضلعي کرسټالونو ته داخليږي، د تېرېدو پرمهال دا وړانګي د ښکلا ډکه او ځانګړې جلوه خپروي؛ کله_کله دا طبیعي پدیده تر يوه ساعت ډېر دوام کوي، چي د نور او رڼا ترڅنګ ښکلا هم زياتيږي او طبیعت ځانګړې ځلا وړاندي کوي.

۳:- برېښنا او تندر يا «رعد و برق»:

برېښنا او تندر يا «رعد و برق» هم یوه ځانګړې طبیعي پدیده ده؛ دا پېښه تر ډېره په سيمو پوري آړوند ده، په هغو سيمو کي چي زيات بارانونه کيږي، هلته دا پېښه ډېره واقع کيږي. هلته، چي د اورښت کچه لوړه ده، دا پېښه خامخا موجوده ده، حتا د برېښنا او تندر پېښي د نړۍ د لوړ فريکونسي لرونکي جنراتور برق ۴۰۰ کېلومتره وړاندي قطع کوي؛ ترڅنګ يې دا طبیعي پېښه په سيندونو کي د کښتيو د جهت موندلو لپاره ګټوره طريقه ده، چي د تېزو بادونو او طوفانونو پرمهال هم رامنځ ته کيږي.

۴:- خسوف او کسوف يا «تور لمر»:

په حقیقت کي لمر نيونه او سپوږمۍ نيونه په فلکي نظام کي د الله سبحانه وتعالی د قدرت دوې ستري نښي دي. دا پدیدې په ډنمارک کي د “تور لمر” په نوم پېژندل کیږي؛ هرڅوک کولای شي، د مارچ څخه تر اپریل میاشتي پوري دا پېښي د لوېدیځ ډنمارک په څنډو کي ننداره کړي او د همدې لپاره ورته د ډنمارک له سویل څخه د یوې ورځي لپاره خلک راځي.

۵:- د نړۍ ترټولو لوی څپې:

هرکال دوه ځله د فبرورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ، د اطلس آقيانوس بحر اوبه په برازیل کي د «آمازون» سیند سره ګډيږي، چي د نړۍ ترټولو لوی بحري موجونه رامنځ ته کيږي. دا پدیده «پوروروکا» نومیږي، ځیني وختونه يې جګوالی ۱۲ فوټه ته رسيږي او نږدې نیم ساعت دوام کوي. د سیمي خلک وايي، کله چي دا څپې راځي، نيم ساعت وړاندي ډارونکي ږغونه راځي. دا څپې دومره قوي دي، چي کولای شي د مځکي پرمخ هرڅه له مېنځه یوسي.

۶:- د بُزو وني:

د وزو «بُزو» وني یوازي په مراکش هيواد کي موندل کيږي؛ خلک وايي، دا وزې له ډېره لېري د «آرګان» په نوم دې ځانګړي مېوې لرونکي ونو ته راځي، ځکه دوی ددغو درختو سره زیاته مینه لري. د ارګان درخته د زیتون وني ته ورته ده، چي د زیتون په څېر مېوه هم لري. ځايي بزګران د حاصل راټولولو پرمهال ددغو وزو سره ډېر په ستونزه کي وي او د بندلو هڅه يې کوي. خو نه! دوی دا کار نه کوي، ځکه بُزې ارګان مېوه نه شي هضم کولای؛ کله چي دوی دا مېوه په خوله کوي؛ بيرته يې غورځوي او يوازي د مېوې د خرابوالي لامل کېږي. بزګران ياده مېوه راټولوي او په تیلو یې آړوي، چي په پخلي کي هم په پراخه کچه کارول کیږي.

۷:- سور باران:

د ۲۰۰۱م کال د جولای له لومړۍ او سپتمبر شپږمي ترمنځ کي د هندوستان په سویل کیرالا ایالت کي څو ځله عجيب باران وشو. دا باران ځکه عجیب وبلل شو، چي د څاڅکو رنګ يې سور و او کله چي به د خلکو پر جامو باندي لوېدل؛ داسي وه، لکه څنګه چي وینه توی شوې وي. د طبیعي راپورونه له مخي، شنه، ژېړ او تور بارانونه هم په دې موده کي راپور شوي دي. مخکي ویل شوي وه، چي دا ډول بارانونه په سیمه کي د هوا چاودېدو له امله رامنځ ته شوي، خو په وروستيو کي تر څېړنو وروسته اعلان شوه، چي دا ډول بارانونه په سیمه کي د پراخو سمندرونو له آمله دي. سږکال هم دې مسئلې ته د نړيوالو طبیعت څېړونکو پاملرنه راجلب شوه؛ څېړونکو وويل، دا سور باران په ځمکه کي د کاربن او نایټروجن د لوړي کچي له آمله رامنځ ته شوی دی.