کور / راپور / پاکستاني رياست عدنان شينواری په تشدد وژلی، پرضد يې په لنډي کوتل کي احتجاج روان دی

پاکستاني رياست عدنان شينواری په تشدد وژلی، پرضد يې په لنډي کوتل کي احتجاج روان دی

عدنان شينواری چي د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر ۱۱ نېټه پاکستاني ملېشو د لنډي کوتل سيمي څخه بوتی او دوې ورځي وړاندي يې مړی وموندل سو.

ارواښاد شينواری پاکستاني ځواکونو په تشدد سره وژلی او پر هغه يې تور لګولی وو چي د يو ترهګريز بريد پلان يې درلودی.

تېره ورځ په لنډي کوتل سيمه کي په سلګونو کسان راغونډ سوي وه او د عدنان شينواري لپاره ئې د انصاف غوښتنه کول. دغه کسانو د شينواري مړی نه دی ښخ کړی او وايي، چي تر څو يې د هغه لپاره انصاف نه وي ترلاسه کړی همداسي به پرلت روان وي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر او د هغه ملګري په کارخانو پاټک د خیبر سیاسي اتحاد پرلت ته له تللو ګرځول سوي.

د وژلي ځوان پلار اسماعیل شینواري پرلت ته په وینا کي وویل: “درې میاشتې مخکي یې دا وړکی زموږ نه وېوړ، دا که عدالت ته وړاندې سوی وای او ده له یې پانسي هم ورکړې وای نو منله مې خو نن یې ګورئ چي دی یې په ظلم سره وژلی.”

له دې وړاندي هم پوليسو د سيمي يو بل ځوان په تشدد سره ووژی او د هغه مړی يې پر ډېران غورځولی وو.

دا مهال په پښتني سيمو کي د پنجابي رياست ظلمونو زور اخيستی دی او هره ورځ په هدفي وژنو او د پوليسو په تشدد کي د سيمي پښتانه ځوانان خپل ژوند بايلي.