کور / راپور / ټرمپ: که د تاوتريخوالي کمښت اغېز وکړ، د طالبانو سره به د سولي هوکړه لاسليک کړم

ټرمپ: که د تاوتريخوالي کمښت اغېز وکړ، د طالبانو سره به د سولي هوکړه لاسليک کړم

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چي د طالبانو سره د سولي هوکړه د تاوتريخوالي پر کمښت پوري اړه لري.

ټرمپ هند ته د سفر وړاندي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول وويل، چي که د تاوتريخوالي کمښت مثبته نتيجه ورکړه، نو دی به خپله دا هوکړه لاسليک کړي.

ددې پوښتني په ځواب کي  چي له طالبانو سره به چيري تړون لاسلیک کړي؟

ټرمپ‌یې وویل: “موږ تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې (د لاسلیک ځای). زه ګورم چي دا یوه اوونۍ وخت څنګه تېرېږي. موږ یې ژر ترسره کولای سو. فرضاً که په دې څه کم یوه اوونۍ کي یې (د تاوتریخوالي کمښت) کار ورکړ، زه به خپل نوم پرې ولیکم. وخت‌یې دی چي کور ته راسو. هغوی (طالبان) هم غواړي چي (جګړه) بنده کړي. هغوی سرسخت خلک دي موږ هم سرسخت خلک یو، خو ۱۹ کاله دا نو زیات وخت دی.”

د تاوتريخوالي د کمېدو اونۍ د تېري شنبې ورځي څخه پيل سوې ده او په دې اونۍ کي به طالبان د ولايت د ولایتونو په مرکزونو، قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او د بهرنیو ځواکونو په مرکزونو بریدونه نه‌کوي. او په مقابل کي به افغان او بهرني ځواکونه د طالبانو پرضد شپني عمليات او هوايي بريدونه کموي.