کور / راپور / د کرونا وايرس د مخنيوي په خاطر افغانستان د ايران سره پوله تړلې ده

د کرونا وايرس د مخنيوي په خاطر افغانستان د ايران سره پوله تړلې ده

افغانستان وروسته له هغه د ايران سره هوايي او ځمکنۍ لاري وتړلې چي په دغه هيواد کي د کرونا وايرس ۷ کسان ووژل.

د افغانستان د ملي امنيت شورا تېر ماښام د يوې غونډي پر مهال خبرپاڼه خپره کړه چي له مخي يې د موقت وخت لپاره د ايران سره هر ډول تګ راتګ ممنوع کړی او هلته يې افغان ډپلوماټانو ته خبر ورکړی چي خپل قونسلي خدمات را کم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په اعلامیې کي راغلي‌ دي: “د افغانستان اسلامي جمهوریت د کروناویروس د مخنیوي په موخه د موقتې مودې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره هر ډول (هوايي او مځکنی) تګ راتګ بند کړ”.

د ملي‌امنیت د شورا په غونډه کي سپارښتنه سوې ده چي په ایران کي “قنسلي خدمات محدود کړي” او له تهران څخه وغوښتل سي چي د افغانانو د شړلو لړۍ دې ودروي.

اعلامیه وایي په غونډه کي دا پرېکړه هم وسوه چي د کروناویروس سره د مبارزې او له نورو “هیوادونو څخه افغانستان ته د یاد ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول سي.”

بل خوا په هرات ولايت کي هم د کرونا وايرس يوه مثبته پېښه ثبت سوې ده او د عامي روغتيا وزارت په دغه ولايت کي بېړنی روغتيايي حالت اعلان کړی دی.