کور / روغتيا / څه باید وکړو چې په کرونا وایروس اخته نه شو؟

څه باید وکړو چې په کرونا وایروس اخته نه شو؟

لیک او ژباړه: نقیب برمان

۱: خپل لاسونه د میکروب ضد صابون او اوبو سره تر ۲۰ ثانیو پورې ومینځئ.
۲: پوزې ته ماسک او سترګو ته عینکې واچوئ، د نورو خلکو له پرنجي ځان وساتئ.
۳: د انفلونزا او زکام لرونکو خلکو څخه ځان وساتئ.
۴: له وحشي او کورنیو څارویو څخه تماس مه ساتئ.
۵: د ګڼې ګوڼې ځای څخه ځان وساتئ، خلکو ته د لاس ورکولو څخه ډډه وکړئ.
۶: د ناروغي لرونکو خلکو سره تر ۱ متر پورې فاصله وساتئ.
۷: له پرنجي کولو وروسته کاغذ یا دستمال د خځلو په پچۍ کې وغورځوئ.
۸: خپل ورځني مهم کارتوکي میکروب ضد مایعاتو سره پاک وساتئ.
۹: د ګڼې ګوڼې او عامه ترانسپورت کې د شیانو تماس څخه ډډه وکړئ.
۱۰: یو وار مصرف دستکشې وکاروئ.
۱۱: د ډوډۍ خوړلو مخکې لاسونه پاک ومینځئ.
۱۲: د چرګ غوښې او هګۍ خوړولو څخه پرهېز وکړئ.
۱۳: د ناروغۍ پر وخت کور کې پاتې شئ، بهر تللو څخه ډډه وکړئ.

که په کرونا وایروس اخته وئ، څه باید وکړئ؟
۱: د کور څخه د باندې تګ مه کوئ.
۲: د ګڼې ګوڼې ځایونو، ښوونځي، پوهنتون، جومات او مدرسې ته مه ځئ.
۳: کور کې له نورو کورنۍ غړو بېل واوسئ.
۴: عامه ترانسپورت مه کاروئ.
۵: د کور ګډ تشناب او حمام ته مه ځئ.
۶: د پرنجي او ټوخي پر وخت کاغذ یا دستمال تر ۲۰ ثانیو پورې کلک ونیسئ.
۷: له پرنجې او ټوخي وروسته لاسونه په میکروب ضد صابون ومینځئ.
۸: مخ ته ماسک واغوندئ، د عامه ماسکونو پرتله د N95 Respirators ماسکونه خوندي دي.
۹: په سترګو او پوزه کې د ګوتو وهلو څخه ډډه وکړئ.
۱۰: د ناروغۍ پر وخت د بدن تودوخه کنټرول وساتئ او نږدې د انتاني ناروغیو درملنې روغتون ته ورشئ.

که د کورنۍ نور غړي مو په کرونا وایروس اخته وي، څه باید وکړئ.

۱: یو کس ورسره اوسئ چې تر څو د ناروغ پاملرنه وکړئ.
۲: د کورنۍ نور غړي بېل وساتئ.
۳: د زړه او رګونو ناروغان او همدارنګه د شکرې ناروغان په کرونا اخته ناروغ څخه لرې وساتئ.
۴: د ناروغ د وینې، بلغمو، کانګې، اسهالاتود تماس پر وخت ماسک او دستکشې وکاروئ.
۵: د ناروغ د خونې هوا باید مرطوبه او تازه وي.
۶: دستکشې او ماسکونه باید له یو ځل کارونه وروسته خوندي ځای وغورځول شي.
۷: د ناروغ جامې د میکروب ضد مایع سره ومینځې.
۸: د ناروغ د موبایل، کمپیوټر او نورو توکو تماس څخه ډډه وکړئ.
۹: د دستکشو کارونې وروسته لاسو په صابون پاک ومینځئ.

د کرونا وایروس اخته ناروغ سره څه باید وشي.

۱: د بدن تودوخه باید پرله پسې اندازه او تبه کنټرول وساتل شي.
۲: د ناروغۍ پر وخت باید نږدې انتاني ناروغۍ درملنې روغتون ته ولېږدول شي.

د ناروغۍ نښې نښانې

تبه، لړزه، پرنجی، ساه تنګي او سینې تنګوالی، د بدن، سر او غاړې درد، اسهال او کانګې، د پوزې بهیدل.

د سفر پر وخت څنګه د کرونا وایروس څخه ځان ساتلی شو؟
۱: د امکان تر کچې له سفر کولو ډډه وکړئ.
۲: که تبه لرئ، په کور پاتې شئ، سفر مه کوئ.
۳: د تبې او پرنجې لرونکو خلکو ځان لرې وساتئ.
۴: یو وار مصرف دستکشې او ماسک وکاروئ، لاسونه مو پاک ومینځئ.
۵: خلکو سره د روغبړ او لاس ورکولو څخه ډډه وکړئ.
۶: که د سفر پر وخت ناروغ شوئ، له نور سفر کولو څخه ډډه وکړئ.
۷: د عامه ترانسپورت د سامان آلاتو د تماس څخه ځان وساتئ.
۸: په سفر کې ځان سره یو وار مصرف ماسک، دستکشې او میکروب ضد صابون یا مایع وساتئ.
۹: د سفر پر وخت بازاري خوړو څخه ډډه وکړئ، او د کور پاخه شوي خواړه ځان سره یوسئ.

لاندې خواړه وخورئ او د کرونا پر وړاندې مو د بدن پیاوړتیا مو زیاته کړئ.

هغه خواړه وخورئ، چې Vit A, K, C, E, D3, B9 او B6 ولري.
د Vit A لرونکي خواړه: ګازرې، لبلبو، هګۍ، کاهو، کدو، زردالو، برکولي،پالک، پپیتا ینه.
د Vit K لرونکې خواړه: برکولي، ګلپي، کاهو، رومیان، کیلې، بادرنګ، د کبانو غوښه، ځیګر.
د Vit C لرونکي خواړه: ستروس، پپیتا، کیوي، سټرابري، امرود، املي.
د Vit E لرونکي خواړه: بادام، اوکاډا، د لمر ګلې او کدو زړي، هګۍ، لبلبو.
د Vit D3 لرونکي خواړه: د کبانو غوښې او تېل، شیدې او محصولات یې، هګۍ.
د Vit B9 لرونکي خواړه: لوبیا، کاهو، شفتالو،.ستروس او نور شنه ترکاري.
د Vit B6 لرونکي خواړه: لوبیا، نخود، د کنجد دانې، د چرګ، فیلمرغ او پسه غوښه.
البته د بازاري خوړو پرهېز وکړئ، د دې پر ځای کورني خواړه وخورئ، د ایران او پاکستان څخه وارد شوي چرګانو غوښه او هګۍ مه خورئ.