کور / راپور / د روغتيا وزارت له خلګو په جدي توګه غوښتي چي د کرونا د مخنيوي لارښووني عملي کړي

د روغتيا وزارت له خلګو په جدي توګه غوښتي چي د کرونا د مخنيوي لارښووني عملي کړي

د افغانستان د روغتيا وزارت په هرات ولايت کي د کرونا يوه مثبته پېښه تاييد کړه. تېره ورځ په دغه ولايت کي درې مشکوکي پېښي تر څېړني لاندي نيول سوي وې، چي په دوی کي يوه يې مثبته وښودل سول.

د عامي روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز وايي، چي په هرات ولايت کي يې بېړنی روغتيايي حالت اعلان کړی دی او له خلګو يې غوښتي چي دغه ولايت ته ولاړ نه سي او نه هم له هغه ولايت څخه بهر څوک ووځي.

د روغتیا د وزیر په خبره کورونا ویروس له امله د وژل کېدو شونتیا یوازې دوه سلنه ده او په وینا یې پر هغه چا ډېر اغېز کوي چې عمرونه یې زیات وي او د بدن مقاومت یې کمزوری وي.

فیروز الدین فیروز وايي، چې په هرات کې یې ۸۰ بستریز روغتون چمتو کړی دی.

افغانستان وروسته له هغه د ايران سره هوايي او ځمکنۍ لاري وتړلې چي په دغه هيواد کي د کرونا وايرس ۷ کسان ووژل.

د افغانستان د ملي امنيت شورا تېر ماښام د يوې غونډي پر مهال خبرپاڼه خپره کړه چي له مخي يې د موقت وخت لپاره د ايران سره هر ډول تګ راتګ ممنوع کړی او هلته يې افغان ډپلوماټانو ته خبر ورکړی چي خپل قونسلي خدمات را کم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په اعلامیې کي راغلي‌ دي: “د افغانستان اسلامي جمهوریت د کروناویروس د مخنیوي په موخه د موقتې مودې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره هر ډول (هوايي او مځکنی) تګ راتګ بند کړ”.

د ملي‌امنیت د شورا په غونډه کي سپارښتنه سوې ده چي په ایران کي “قنسلي خدمات محدود کړي” او له تهران څخه وغوښتل سي چي د افغانانو د شړلو لړۍ دې ودروي.

اعلامیه وایي په غونډه کي دا پرېکړه هم وسوه چي د کروناویروس سره د مبارزې او له نورو “هیوادونو څخه افغانستان ته د یاد ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول سي.”