کور / راپور / شاوليکوټ کي د افغان ځواکونو پر قرارګاه بريدونه سوي دي

شاوليکوټ کي د افغان ځواکونو پر قرارګاه بريدونه سوي دي

د تاوتريخوالي د کمېدو سره سره نن د کندهار ولایت په شاوليکوټ ولسوالي کي د ملي اردو او سيمه ايزو پوليسو پر قرارګاوو حملې سوې دي.

د کندهار چارواکي وايي، چي نن د شاوليکوټ ولسوالۍ په ماڼو سيمه کي د ملي اردو او سیمه ايزو پوليسو پر قرارګاوو پر يوه وخت پيل سوې او اوس هم دوام لري.

د شاوليکوټ ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال باچاخان وايي، چي جګړه نن سهار پيل سوې او دواړه لوري پکي له درنو وسلو کار اخلي.

نوموړی وايي: هغه وويل: “په سیمه کي د سیمه ییزو پوليسو او ملي اوردو دوې قرار ګاه وي دي چي په لوړ شمېر کي وسله وال د شپې له پلوه ورته راغلي لمړی يې دغه مرکزونه محاصره کړي او نن سهار وختي يې شدیده جګړه باندي پيل کړې چي لاهم د ورځي څه باندي یولس بجې ادامه لري وسله والو له درونو وسله والو څخه هم پدې جګړه کي کار اخیستی خو زموږ قواوو خپل مرکزونه له سقوط څخه ساتلي او وسله وال شدیده جګړه مخ ته وړي، تر اوسه د تلفاتو معلومات نشته وروسته به شریک سي”.

پرون هم په ياده ولسوالۍ کي د ملي اردو پر موټريز کاروان بريد وسو.

د تاوتريخوالي د کمېدو اونۍ چي د شنبې په ورځ پيل سوې له مخي به يې طالبان د ولايتونو پر مرکزونو، قرارګاوو او قول اردوګانو حملې نه کوي او په ورته مهال به افغان او بهرني ځواکونه د طالبانو پرضد عمليات او هوايي بريدونه دروي.