کور / #PTM / افغان حکومت د پي ټي ايم مشران د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته رابللي دي

افغان حکومت د پي ټي ايم مشران د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته رابللي دي

په اسلام اباد کي افغان سفارت محسن داوړ او علي وزير ته بلنه ورکړې چي د ولسمشر اشرف غني د لوړي په مراسمو کي ګډون وکړي.

د محسن داوړ په بلنليک کي ليکل سوي چي د لوړي په مراسمو کي “ستاسو ګډون د دواړو لورو د خلکو او قامونو ترمنځ داړیکو دلاپیاوړتیا او زمونږ دخوښې سبب ګرځي”

محسن داوړ وايي، که رياست دده مخه ونه نيول، دی به پوره هڅه وکړي چي د لوړي مراسمو ته کابل ته ولاړ سي.

محسن داوړ وایي “سفري بندیزونه شته خو په پاکستان کې ورته د افغانستان سفارت ویلي چې هغوئ پر دې بلنو دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت هم خبر کړی دی”

افغان حکومت د محسن داوړ تر څنګ، علي وزير، محمود خان اڅکزي او اسفنديار ولي خان ته هم بلنه ورکړې چي د ولسمشر غني د لوړي په مراسمو کي ګډون وکړي.

د ولسمشر اشرف غني د لوړي مراسم به د فبرورۍ پر ۲۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ په کابل کي ترسره سي.