کور / #PTM / پي ټي ايم د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کي ستره غونډه رابللې ده

پي ټي ايم د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کي ستره غونډه رابللې ده

د پښتون ژغورني غورځنګ د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کي يوه ستره غونډه جوړوي او په دې غونډه کي د ګډون لپاره يې کمپاين پيل کړی دی.

د پي ټي ايم رهبري کميټۍ وايي، چي دا جلسه به د پښتنو د پوهاوي او د مشر منظور پښتين د ګرفتارۍ پرضد د اواز اوچتولو لپاره وي.

منظور پښتين چي د پنجابي رياست لخوا د جنورۍ پر ۲۷ نېټه نيول سوی لا هم په زندان کي دی. د ښاغلي پښتين پرضد د جوړو سويو ټولو مقدمو کي ضمانت منظور سوی خو لا هم د رياست لخوا نه خوشي کېږي.

د مشر منظور پښتين د نيولو پرضد په لراوبر کي په پراخه کچه لاريونونه وسول او اوس هم د محکوم وطن په ګډون د اروپا په ګڼو هيوادونو کي دا لاريونونه روان دي.

د مارچ د لومړۍ نېټې د چارسدې غونډي لپاره په پراخه کچه کمپاين روان دی.