کور / #PTM / د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړی عالمزیب مسید ازاد سو

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړی عالمزیب مسید ازاد سو

دپښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړی او د ریاست لخوا پر پښتنو د ظلمونو او تشدد د معلوماتو راټولوونکی عالمزیب خان مسيد چي تر اته میاشتني بند څخه وروسته د فبرورۍ په لومړۍ ماښام د څلورو ګاډیو وسله والو لخوا په زور او تشدد له کوره څخه یوړل سوی وو نن بیرته خوشي کړل سو.

د پښتون ژغورني غورځنګ د پاکستان د آئین لاندي د خپلو حقونو غوښتونکی غورځنګ دی چي په مقبوضه پښتونخوا کي پښتنو ته د ژوند امن او پر خپلو وسائیلو د خپل اختیار او آئیني حقونو دپاره سوله ایزه مبارزه کوي خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ددې غورځنګ د روا غوښتنو اوریدلو پر ځای پر دوی باندي د ټولي میډیا بندیز لګولی دی، ددوی پر ضد دروغجني مقدمې ثبتوي او دوی په تشدد ګرفتاروي او بدسلوک ورسره کوي چي وروسته هر یو له نیول سوو کسانو بېګناه ثابت سوی دی او بیا ازاد سي خو ریاست دا لړۍ ددې غورځنګ د ځپلو او ستړي کولو دپاره روانه ساتلې ده.

له بله اړخه په سیمه او نړۍ کي ددې غورځنګ ملاتړ ورځ په ورځ وده کوي او ددې غورځنګ خواخوږي مخ په ډیرېدو دي.

د یادوني وړ ده چي ددې غورځنګ مشر منظور پښتين او څو نور غړي اوس هم د استخباراتو په اشاره په دروغجنو ایف آی آرونو په زندانونو کي ساتل کیږي چي په اړه یې په محکوم وطن او نړۍ کي د احتجاجونو لړۍ اوس هم روانه ده.