کور / اقتصادي / ټرمپ د هند سره د ۳ مليارده ډالرو په ارزښت پوځي قرارداد لاسليک کړ

ټرمپ د هند سره د ۳ مليارده ډالرو په ارزښت پوځي قرارداد لاسليک کړ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته د دوه ورځني سفر پر مهال ويلي، چي امريکا به د هند سره د ۳ بليونه ډالرو په اندازه پوځي قرارداد لاسليک کړي.

ټرمپ تېره ورځ هند ته د رسېدلو سره سم په احمد اباد ښار کي يوې غونډي ته وينا وکړه او هلته يې د هند او امريکا د پوځي قرارداد خبره وکړه.

دغه غونډي ته چي د ډونلډ ټرمپ د هرکلي لپاره جوړه سوې وه، يولک او دېرش زره کسان راټول سوي وه.