کور / خبرتیا او پيغامونه / هيواد ته مو يو بل ناورين سر راښکاره کړ!

هيواد ته مو يو بل ناورين سر راښکاره کړ!

سويډن / مالمو

د۲۰۲۰ ز کال دفبروری ۲۴

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني اعلاميه

دکروناد ويروس پر خلاف بې امانه اوپراخ تبليغ دډارولومعنا نلري  .

دډله ايرو رسنيو دخبر له مخې په هرات کې د کرونا ويروس د درې شکمنو د پېښو له ډلې یوه یې مثبته ثابته شوې ده .

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له همدې امله په دې ولایت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی .

ټول افغانان هرچيري چي اوسي پدې خبردی چې دا ويروس څومره خطرناک او وژونکی دي اوپه ټوله نړۍ کښي یې دپراختيا دمخنيوی لپاره په کومه کچه مبارزه اوتلاښونه روان دي .

ددې ويروس پرخلاف  مبارزه زموږ دټولو افغانانو هرچيري چې يو ملی دنده اودلومړيتوبونه څخه ده .

وړانديز مو دادی :

۱/ دټولوباسيوادو،دپوهی اوقلم څښتنانو نه مې غوښتنه داده چې دخپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې دټولو ډله ايزورسنيو په مټ دافغانانودپوهاوي لپاره مټي راونغاړی .

په ډله ايزو رسنيوکي دبېځايه او بې مسوليته ليکنو اونظر نشرولونه په جدی ډول ډډه واوپرخلاف یې  بې امانه مبارزه دهرافغان دنده بولو . ځکه زموږ دښمن زموږ په هيوادکي پر هر بل سوی اور لاسونه تودوی .په فيسبوک پاڼه کې ديوشمېر بي مسوليته ليکنو اونظرونو په لوستلو لوتونکی که وجدان ولري پدې پوهيږي چې دا اوبه دکوم چا دژرندي په لور رواني دي .

۲/  په هيواد کي دننه مدني اوفرهنگی ټولني ،سياسي اوټولنيز سازمانونه ، دينی عالمان ،په مسجدونوکي ملايان او اړونده ادارې دهيواد حالاتو ته په کتوسره په ټول هيواد کي دهيوادوالودپوهاوی لپاره پرخ تبليغ پيل کړي  او هيله  موداده چي ددې ويروس دپراختيا دمخنيوی په خاطر دخلکو دپوهاوی لپاره خپله ملي او اسلامي دنده سرته ورسوی .

۳/ دافغانستان پدې حساس اوجنجالی حالت کي چې هرلوري ددښمن په لمسون سيالی رواني دي ،ددې تباه کوونکي ويروس  سره ترهرڅه وړاندي په گډه مبارزه دهرافغان ملي او اسلامی دنده بولم .

۴/ دروغتيا دنړيوال سازمان اوټولوپرمختللو هيوادونو دمشرتابه نه موغوښتنه داده چې دافغانستان ټولنيز ،اقتصادي امنيتي اودوديزشاته پاته حالت ته په کتوسره ددې وژونکي ويروس پرخلاف دمبارزې له پاره  ژر تر ژره هر ډول مالی ،مادي اوتخنيکی مرسته ونه سپموی .

۵/ زموږ ډاکتران دنړۍ په هرگوټ  کي چې دي دخپلي مسلکي پوهی اوتحقيقاتو نه په استفادې ددې ويروس دپرختياپرخلاف دافغان ولس سره مرسته وکړی . ددې مسلکی افغانانو نظريات  بايد زموږ لخوا هم د ټولو ډله ايزورسنيو له لاري دافغان ولس ترغوږو ورسېږي .

۶/ دولت بايد دبېکنتروله سرحداتو ستونځوته په کتوسره هرډول تگ راتگ قدغن اوترکنترول لاندي و نيسي  .

په سرحدی ولايتونوکي دټولوامکاناتونه بايد استفاده وسی ترڅوله ايران اوپاکستان څخه دراغلو په هکله دامکان تربريده معلومات ترلاسه اوهغوي  د روغتيايي کنترول ترچطرلاندي راولی .دې موخي ته درسېدو لپاره اړونده روغتيايي او امنيتي ادارې اړين پلانونه جوژ اودپلي کېدو امکانات یې په نظر وينسي .

افغانان اونړيوال  بايد پدې پوه وي چې په هيوادکي ددې ويروس پراختيا دافغان ولس لپاره دکومو تباه کوونکو ناخوالو اوپېښولامل گرځی .

له دولتی اړونده چارواکونه مو غوښتنه داده چې ددې وژونکی ويروس دسره دمبارزې په وړاندي له مالی کورنيو او بهرنيو امکاناتونه يوازي اويوازي ددې ويروس دورکاوی لپاره استفاده وکړي ،نداچې داهم يومالی امکان وبولی اوخپل جېبونه ترېنه ډک کړي .اميدواريم يوځل خوپردي کړېدلی اوزورېدلی ولس زړه وخوږوئ .

پدې هيله چې هيوادوال هرڅه درک اودخپل ولس دنجات لپاره راپورته اودټولو امکاناتونه بېله کومو سياسي اوبې منطقو دلايلو چې دادچا دنده اودچانده پراخ تبليغاتي او وقايوی کار پيل کړي . ومن الله التوفيق

ددوستی فرهنگی ټولني مشر حبيب الله غمخور