کور / راپور / رويټرز: امريکا هڅه کوي د ولسمشر غني د لوړي مراسم وځنډوي

رويټرز: امريکا هڅه کوي د ولسمشر غني د لوړي مراسم وځنډوي

په داسي حال کي چي ټاکل سوې د ولسمشر اشرف غني د لوړي مراسم د رواني فبرورۍ پر ۲۷ نېټه ترسره سي، امريکا هڅه کوي چي دا مراسم وځنډېږي.

د رويټرز خبري اژانس د دوو سرچينو په حواله ويلي، چي امريکا غواړي د ولسمشر غني د لوړي مراسم وځنډوي. د راپور په حواله امريکا ځکه دا کار کوي چي د سولي رواني خبري ټکنۍ نه سي.

دغه سرچینو ویلي یادې اندېښنې ته په کتو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تېرې یوې اونۍ راپدېخوا په افغانستان کي دی او هڅه کوي چي ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ځنډولو ته وهڅوي.

تر دا مهاله افغان حکومت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې.