کور / راپور / نړيوال روغتيايي سازمان: که جدي پاملرنه ونه سي، کرونا وايرس به په نړيواله وبا بدل سي

نړيوال روغتيايي سازمان: که جدي پاملرنه ونه سي، کرونا وايرس به په نړيواله وبا بدل سي

د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکوي چي د کرونا وايرس کېدای سي په نړيواله وبا واوړي او له نړيوالو يې غوښتني چي ددې ناروغي د مخنيوي لپاره همدا اوس لاس په کار سي.

دغه سازمان په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي که څه هم ډېر وختي دی چي کرونا ته دي نړيواله وبا وويل سي، خو ددې احتمال سته چي په نړيواله وبا دي واوړي.

يوه ناروغي هغه مهال نړيواله وبا بلل کېږي، چي د نړۍ په هره برخه کي په اسانۍ سره له يوه انسان څخه بل ته انتقالېږي.

د کرونا ويرس چي په لومړي ځل د چين په ووهان ايالت کي را څرګند سو، دا مهال ۷۵۰۰۰ کسان په اخته سوي او تر ۲۰۰۰ ډېر کسان ځني مړه سوي دي.

په دې وروستيو کي دا ناروغي له چين بهر هم ګڼ کسان وژلي دي. له چين وروسته جنوبي کوريا او ايران له هغه هيوادونو څخه دي چي ددې ناروغۍ زياتي پېښي پکي پيدا سوي دي.

په افغانستان کي هم ددې ناروغۍ يوه مثبته پېښه تاييد سوه او د روغتيا وزارت په هرات ولايت کي د بېړني روغتيايي حالت اعلان کړی دی.

ډاکټران په جدي توګه سپارښتنه کوي چي د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره بايد روغتيايي لارښووني عملي سي او تر ټولو زيات پاکوالي ته پاملرنه وسي.