کور / راپور / د کرونا وايرس وېره: په هرات کي د ماسکونو بيې بېساري لوړي سوي دي

د کرونا وايرس وېره: په هرات کي د ماسکونو بيې بېساري لوړي سوي دي

وروسته له هغه چي په هرات ولایت کي د کرونا وايرس يوه پېښه تاييد سوه، په دغه ښار کي د ماسکونو بيې په بېساري توګه لوړي سوي دي.

د هرات ولايت اوسېدونکي وايي، چي د کرونا وايرس د خپرېدو له وېري خلګ ماسکونو ته اړتيا لري او له همدې کبله يې بيي لوړي سوي دي.

بل خوا د ايران سره د پولي د بندېدو له امله خلګ هڅه کوي چي خوراکي توکي ذخيره کړي چي دې کار د خوراکي توکو بيي هم لوړي کړي دي.

د هرات یو شمیر اوسیدونکي چي د ماسکونو د رانیولو له پاره بازار ته تللي وایي چي د ماسکونو بیې څو برابره لوړې سوي دي. د هرات ښار یوه تن اوسیدونکي ډاکټر جلیل احمد فیضان وايي: “ د ماسکونو بیې لوړي سوي. مخکي به یوه پنځوسیزه بسته په پنځوس افغانۍ وه اوس یې بیه ۷۰۰ افغانۍ ده”

د هرات ولایت یوه بل اوسیدونکي یحیی ظاهر دغه خبره تائید کړه او ویې ویل چي د ماسکونو د یوې بستې بیه آن تر ۹۰۰ افغانیو رسیدلې او په بازار کي په آسانۍ هم نه موندل کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي وزارت په کابل او هرات کي د ماسکونو له تولیدونکو سره په اړیکه کي دی او په پام کي ده چي د افغانستان دننه د ماسکونو تولید زیات سي.

که څه هم له ماسک څخه استفاده بې فایدې نه ده، خو دغه موضوع د روغتیا د نړیوال سازمان په سپارښتونو کي چي له کرونا ویروس څخه د بچیدو په موخه سوې دي، نه شته.

د کرونا وايرس لومړۍ پېښه په هرات ولايت کي تاييد سوې او په دغه ناروغي اخته کس د ایران له قم ښار څخه راغلی دی.

د چين وروسته ايران يو له هغه هيوادونو څخه دی چي د کرونا مثبتي پېښي پکي پيدا سوي او ۷ کسان ددې ناروغۍ له امله پکي مړه سوي دي.