کور / #PTM / منظور پښتين د ریاست له تورو منګولو راخلاص سو

منظور پښتين د ریاست له تورو منګولو راخلاص سو

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظورپښتین د پاکستان له ځوروونکو زندانونو راخلاص سو

نوموړی د جنوري دمیاشتي پر ۲۶-۲۷ شپه د پاکستاني امنیتي ځواکونو لخوا د وسله والي چاپې ترڅ کي په پېښور کي دخپلو ۶ ملګرو سره نیولی سوی وو.

نوموړی لومړی په دې تور چي ګواکي د محصلینو په یوه غونډه کي یې د پاکستان آئین پر ضد خبري کړي دي خو کله چي قاضي دا تور بې اساسه او دروغجن وباله وروسته د فوج او ریاست د پریشر په سبب پنځه نور ايف آی رونه بهانه سول چي هغه هم ټول بې بنیاده ثابت سول خو دا چي پر نوموړي ټولټال ۴۴ دروغجني مقدمې ثبت سوي دي پکار وه چي د نوموړي ضمانتونه وسي چي د ضمانت آئیني وخت دوې اوونۍ مخکي پیل شوی وو خو د فوج تر اثر لاندي جېل بیا هم منظور پښتین تر نن پوري وځنډولو.

د یادوني وړ ده چي د منظور نیول کیدلو باندي په مقبوضه پښتونخوا او نړۍ په نژدې ټولو هیوادونو کي په ګڼ شمېر احتجاجي لاریونونه او پرلتونه جوړ سول او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو پوري په ګڼ تعداد بیانونو کي د منظور نیول کیدل د پښتنو د بشري حقونو غوښتني د ږغ غلي کیدو په مانا وګڼل او کلک غندل سوي وو.

د منظور په نیول کیدو د پښتون ژغورني غورځنګ نه یوازي کمزوره نه سو بلکي ددې غورځنګ جرړې نور هم په ولس کي وغځېدلې او صفونه یې پراخ سول.

پي ټي ایم د خپل قام دپاره د پاکستان آئین لاندي د بشري حقونو او خپلو طبعي شتمنیو او معدنیاتو د خپل واک اختیار غوښتنه کوي.