کور / راپور / په غور کي د کرونا په وايرس شکمن اخته کس له روغتون څخه تښتېدلی دی

په غور کي د کرونا په وايرس شکمن اخته کس له روغتون څخه تښتېدلی دی

د غور ولايت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي د کرونا په وایرس اخته يو شکمن کس له روغتون څخه تښتېدلی دی.

د هشت صبح ورځپاڼي په خبره، چارواکي وايي چي دغه شکمن ناروغ چي ۳۵ کاله عمر يې درلود د غور په مرکزي روغتون کي کرنتين سوی وو، خو نوموړی نن غرمه مهال له روغتون څخه تښتېدلی دی.

دا پر داسي مهال ده چي تېره ورځ په هرات ولايت کي د کرونا يوه مثبته پېښه تاييد سوه او روغتيا وزارت په دغه ښار کي بېړنی روغتيايي حالت اعلان کړی دی.